د هرات د زندان مسوولان وايي، د اوسني حکومت د مشر د فرمان پربنسټ، نن چهارشنبه د تلې ۱۶مه، ۱۶۰ بندیان له دغه زندان څخه خوشې شوې دي.
د هرات د محبس عمومي رئیس شرافالدین مخلص وایي، خوشې شویو بندیانو کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي.
د ده په وینا، د دغو بندیانو د خوشې کولو بهیر د هرات د استیناف محکمې د رییس او د جزا د دیوان د مشر په مشرۍ د یوې رسمي کمېټې په حضور کې ترسره شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مخلص زیاته کړه چې دامهال له درې زرو زیات بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور د هرات په محبس کې بندیان دي او ورته د دیني او عصري زدهکړو ترڅنګ د بېلابېلو مسلکي مهارتونو د زدهکړې زمینه هم برابره شوې ده.