Asset 1SWN

د سمنګان ولایتي روغتون کې ۱۶۰ نور بستره فعال شوي

شفاخانه‌ی ولایتی سمنگان 1

د سمنګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت، ولایتي روغتون له ۸۰ بسترو څخه ۲۴۰ بسترو ته لوړ شوی دی.

د سمنګان د ولایتي روغتون امر سیدعثمان حمیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې له ډېرو هڅو وروسته بریالي شوي چې ولایتي روغتون له ۸۰بسترو ۲۴۰ بسترو ته لوړ کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د حمیدي په وینا، دغه روغتون د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او ناروغانو ته د رسېدنې برخه کې د پرسونل کمښت سره مخ وو چې اوس د بسترونو او پرسونل په زیاتېدو سره به دغه ستونزې هوارې شي.

د سمنګان ولایتي روغتون د سترګو، غوږ او ستوني، د رواني کسانو د بستر، انتاني ناروغیو او ای‌سي‌یو برخه کې د پرسونل کمښت سره مخ و چې په وینا یې، د پرسونل ګومارنې سره به یې د دې برخو ستونزې هوارې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې به ښه‌والي راشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د سمنګان ولایتي روغتون اته میاشتې وړاندې له ۸۰ بسرونو ۲۴۰ بسترونو ته ارتقا کړې وه چې منظوري یې اوس بشپړه او پرانېستل شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام