Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې په ۱۶میلیونه افغانۍ پر سړک د څراغونو لګولو چارې پیل شوې

IMG-20241211-WA0021

د کندهار ښار د سړکونو روښانولو لپاره په ۱۶ میلیونه افغانیو د سړکونو د څراغونو لګولو چارې پیل شوې.

دغه پروژه چې دوه برخې لري، د څلور میاشتو په موده کې بشپړه شي او ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې پروژې لومړۍ برخه کې به د سردار مددخان څلورلارې څخه پیل او تر شهیدانو څلورلارې پورې پر غځېدلي سړک څراغونه ولګول شي.

دویمه برخه کې به د ډنډڅلورلارې څخه د باغ پل تر سېلو پورې پر غځېدلي سړک د شپې څراغونه روښانه شي.

په ورته مهال د چارواکو په وینا، په دې پروژه کې به یوشمېر مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

د یادې پروژې لګښت د کندهار ښاروالي له پرمختیايي بودیجې ورکول کېږي چې په بشپړېدو سره به یې، موټرچلوونکو او خلکو ته د شپې پرمهال د تګ‌راتګ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کندهار ښاروالي له دې وړاندې هم خلکو ته د اسانتیا لپاره په ښار کې ګڼې پروژې پلې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام