د حماس تر کنټرول لاندې سیمه کې اسراییلي ځواکونو یو امبولانس په نښه کړی چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
برید پرون جمعه د نومبر درېیمه هغه مهال شوی چې دغه امبولانس د غزې الشفا روغتون ته له سیمې څخه ټپیان لېږدول. دغه برید روغتون ته نږدې شوی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
الجزیرې خبري شبکې نن شنبه د اکتوبر څلورمه راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو پر دې امبولانس داسې مهال هوايي برید کړی چې امبولانس روغتون ته ټپیان لېږدول او تر برید لاندې راغلې دي.
په راپور کې بیا د اسراییلي پوځیانو له قوله ویل شوي چې دې برید کې یې د حماس ډلې وسلهوال په نښه کړي دي. اسراییلو د خپلې دې ادعا په اړه شواهد نهدي خپاره کړي.
د غزې روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ویلي، امبولانس د هغه کاروان برخه وه چې اسراییلي هوايي ځواکونو د غزې ښار الشفا روغتون ته نږدې په نښه کړ.
د جمعې پر سهار القدره رسنیو ته ویلي و چې امبولانسونه به د کلابند غزې ښار څخه هغه ناروغان مصر ته ولېږدوي چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
اسراییل حماس تورن کړی چې الشفا روغتون کې د دې ډلې د قومندانانو مرکزونه دي او تېره میاشت یې د یادې سیمې اوسېدونکو ته امر وکړ چې له دې سیمې ووځي. اسراییلي ځواکونو تېره پنجشنبه دغه سیمه کلابنده کړې.
حماس او د الشفا روغتون چارواکي بیا د اسراییلو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دغه روغتون د حماس له لوري د اډې په توګه نه کارول کېږي.