Asset 1SWN

سلام وطندار

کاناډا کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۵ کسان مړه شوي

Untitled

د کاناډا د منیټوبا په پرېري ولایت کې پرون پنج‌شنبه د جون ۱۵مه د یوه بس او ټېلر موټرو د ټکر له امله امله ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، یاد بس موټر کې ۲۵ کسان سپاره وو چې د ټکر له کبله ۱۵ مړه او لس نور یې ټپیان شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، بس موټر کې سپاره کسان تر ډېره د لوړ عمر لرونکي کسان وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کاناډا کې دغه ټرافیکي پېښه په وروستیو کلونو کې تر ټولو مرګونې پېښه یاده شوې ده. پولیسو رسنیو ته ویلي چې د دواړو موټرو، چلوونکي ژوندي دي او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو پر خپله ټوېټرپاڼه د یادې پېښې له کبله خواشیني ښودلې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

کاناډا کې دغه ترافیکي پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې یاد هېواد کې تر ټولو مرګونې ټرافیکي پېښه په ۱۹۹۷ کال کې رامنځته شوې وه چې له امله یې ۴۴ کسان مړه شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام