Asset 1SWN

سلام وطندار

غزني کې د موټر چپه کېدو پېښې له امله ۱۵ کسان مړه او ټپیان شوي

ټرافیکي پېښه

د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د مسافر وړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه او ټپیان شوي.

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وایي چې تېره شپه د قره‌باغ ولسوالۍ د «لېوني بازار» په سیمه کې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله دوو کسانو ژوند بایللی او ۱۳ نور چې ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د سرحدي په وینا، یو ماشوم تر اوسه نادرکه دی.

د یادونې ده چې هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ په دلیل رامنځ ته کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام