Asset 1SWN

هند کې د «بېلبورډ» لوېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۷۴ ټپیان دي

Members of rescue teams stand at a damaged fuel station after a massive billboard fell during a rainstorm in Mumbai, India, May 14, 2024. REUTERS/Hemanshi Kamani

هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په «ممبی» کې د تالندې او توپان له امله د یوه بېلبورډ لوېدو په پایله کې ۱۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

بېلبورډ د تېلو ټانک او ورڅېرمه کورونو باندې لوېدلی چې پرمهال یې دغه کسان مړه او ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ممبی ښاروالي رسنیو ته ویلي چې له پېښې وروسته ۷۴ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې ۳۱ یې تر درملنې وروسته بېرته رخصت شوې دي.

پرېس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې دغه بېلبورډ په غیرقانوني توګه لګول شوی و.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پېښې په تړاو د لوړې کچې څېړنې امر شوی او د چارواکو په وینا، د ګرم کسانو پر وړاندې به جدي اقدامات وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام