Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې په ۱۳۵ ميليونه افغانۍ د «غلې منډوي» جوړېدو چارې پيل شوې

خوست ښاروالي

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې په ۱۳۵ میلیونه افغانۍ د نوې «غلې منډوي» د جوړېدو چارې پیل شوې.

د ښاروالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال له قوله ويل شوي چې نوې منډوي د ښار دویمه ناحیه «تخته بیکې» سيمه کې پر ۲۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زياتوي چې ياده جوړېدونکې منډوي کې به ۶۰۰ دوکانونه، هوټل، جومات او د موټرو لپاره پارکېنګ او نورې اسانتياوې برابرې شي چې ۱۳۵ ميليونه افغانی لګښت به پرې راشي.

خبرپاڼه کې د ښاري اصنافو شورا مشر ګلزعلي جنان‌زوی د ښاروالي له دې هڅې هرکلی کوي او هیله يې څرګنده کړې چې نوي ځایونه باید د دوی اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي او د ښاروالي ت څنګ یې له ولایت مقام وغوښتل چې په نوي ځای کې باید ټولې لومړنۍ اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خبرپاڼه کې د خوست والي عبدالقیوم روحاني له قوله ويل شوي چې د ښار پرمختګ او تنظیم لپاره د اصنافو انتقال بهیر یو مهم ګام دی، چې دې سره به ښار کې ترافیکي ستونزې کمې شي،  اقتصادي فعالیتونه به لا تنظیم شي او ښاریانو ته به په معیارونو برابر ښاري  چاپېریال برابر شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام