Asset 1SWN

زابل کې ۱۲ ټُنه خوراکي او غيرخوراکي توکي  وسوځول شول

IMG-20241113-WA0013

زابل کې د قلات ښاروالي مسوولان وايي چې قلات‌ښار کې له هټیو راټول شوي، شاوخوا ١٢ ټُنه  تاريخ تېر او بې‌کيفيته خوراکي او غیرخوراکي توکي سوځول شوي دي.

دغه تاریخي تېري توکي د قلات‌ ښاروالي د مارکېټونو چارو د تنظيم او نظارت کمېټې له‌خوا د تېرو دوو میاشتو پرمهال راټول شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د قلات ښاروالي د ښاري حکومتولۍ مدیر ضیاالحق زاهد وايي، د تاريخ تېرو توکو د ټولولو کمپاينونو ته به دوام ورکوي او په وینا یې، یاد کمپاین د ښاريانو د روغتيا ساتنې لپاره پيل شوی دی.

نوموړي له سوداګرو، هټۍ‌والو او درمل پلورونکو څخه غوښتنه وکړه چې له ټیټ‌کیفته توکو پلور او واردولو څخه دې ډډه وکړي.
بل‌خوا ښاريان د ښاروالي له دې اقدام ستاينه کوي او هټۍ‌والو څخه غوښتنه کوي چي خپلو هټیو کې له ټیټ‌کیفیته او په وخت تېرو توکو له پلور ډډه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روان کال په لومړۍ څلور میاشتو کې هم د قلات ښاروالي له لوري ا ٢٧ ټنه تاريخ تېر اوبي‌کيفيته توکي وسوځول شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام