د میدانوردګ امنیه قومنداني چارواکي وایي چې په مرکزي بهسودو ولسوالي کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یوشمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومنداني د تروریزم مدیر زمرک عبیده سلاموطندار ته وویل چې امنیتي ځواکونو په بهسودو ولسوالي کې د یوه ځانګړي راپور له مخې عملیات کړي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ میله سپکه وسله او مهمات نیول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په نیول شویو وسلو کې دوه میله پیکا، ۹ میله کلاشینکوف، ۱ میل تفنګچه او یوشمېر نور مهمات شامل دي.
عبیده وویل چې نیول شوي ټوله وسله او مهمات د تېر نظام پر مهال میدانوردګ کې د خپلسري قومندان عليپور اړوند ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د یادې وسلې او مهماتو په تور تراوسه څوک نهدي نیول شوي.