Asset 1SWN

اوکراین کې د روسیې توغندیزو بریدونو پرمهال ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي

2024-04-19T071846Z_769990437_RC2J97A2SXTZ_RTRMADP_3_UKRAINE-CRISIS-ATTACK-DNIPRO-1713521540

په اوکراین کې د روسي ځواکونو د بریدونو پرمهال د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه، جون ۳۰مه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي له قوله راپور ورکړی چې د ژااپوریژیا مرکز ته څېرمه د ویلنینسک په کلي کې ښايي د وژل شویو شمېر له دې هم ډېر شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زیلینسکي پر ټولنیزو رسنیو د خپلو لوېدیځو متحدینو څخه غوښتنه کړې چې د وسلو رسولو ته چټکتیا ورکړي. «د دوو ماشومانو په ګډون اووه کسان په ژاپوریژیا سیمه کې د روسیې توغندیزو بریدونو کې وژل شوي دي.»

نوموړي همداراز ویلي: «په دې جګړه کې د پرېکړو هر ډول ځنډ د انساني ژوند د ضایع‌کېدو په معنی دی.»

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمینکو بیا ویلي چې د ژاپوریژیا په ویلنینسک کلي کې د بریدونو له امله ۱۸ کسان ټپیان شوي چې په‌کې ماشومان هم شامل دي.

وروسته له هغې چې روسیې د جګړې په کرښو کې خپل بریدونه پراخ کړل، د جګړې لومړیو کرښو کې نښتو زور اخیستی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روسي چارواکو هم ویلي چې د اوکراین د بې‌پېلوټه الوتکو په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام