Asset 1SWN

هلمند کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي

1000191461

د هلمند په واشېر ولسوالي کې د کابل-هرات پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.

پېښه پرون «سه‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه» د واشېر ولسوالي اړوند کارېز سیمه کې د دوو مسافروړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

د هلمند د امنیې قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نه‌مراعتولو له امله رامنځته شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «په یاده پېښه کې له بده‌مرغه ۱۱ تنه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ تنه ټپیان شوي دي چې اوس‌مهال د روغتیايي کارکوونکو تر څار لاندې دي.»

د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ۵۸۰ ډوله موټر چې له هرات څخه کابل ته روان و، د یوه بل «مونۍ ډوله» موټر سره چې له کابل څخه هرات ته پر لاره و، ټکر کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام