خوست کې د افغانيو د ترويج کمېسيون لهخوا هغه ١٠ صرافۍ دوکانونه مهرلاک او وتړل شول چې مالي معاملاتو کې یې بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلدارې کارولې.
د خوست ولايت مقام تېره ورځ یوه خبرپانه کې ویلي، دغه اقدام د قوانینو تطبیق او د ملي اسعارو د ثبات ساتنې په موخه ترسره شوی او تر امر ثاني پورې به یادې صرافۍ تړلې پاتې وي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپانه کې یو ځل بیا د خوست ټولو سوداګرو، دوکاندارانو او صرافانو ته په جدي ډول سپارښتنه شوې چې د بهرنۍ کرنسۍ استعمال، په ځانګړي ډول د کلدارو کارونه، په مطلق ډول منع ده او هېڅ شخص، دوکاندار او یا سوداګر ته اجازه نه شته چې راکړه ورکړه کې له افغانیو پرته بله کرنسي وکاروي.
د دې پرېکړې سرغړونکي قانون ماتوونکي ګڼل کيږي چې په صورت کې به یې له جدي قانوني چلند سره مخ شي.