د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ياد رياست ځانګړو ځواکونو په کابل کې د طالبانو هغه ۱۵ کسیزه ډله نيولې چې کابل کې يې خلک ترور کول.
له دغه ریاسته نن سې شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې شبکې غړيو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي اشخاصو د ترور دنده درلوده.
اعلامیه وايي، دغه کسان په څلور کسیزه او پنځه کسیزه ډلو وېشل کېدل او بیا یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړيو یا هم سیاسي څېرو د استوګنې او تګ راتګ لارې تثبیتولې چې تر اقدام مخکې ونیول شول.
له دې سره په ننګرهار کې هم د داعش ډلې د هغه کس په ګډون چې د چاودېدونکيو توکيو د لېږد مسووليت يې درلود، د دې ډلې ۳ غړي نيول شوي.