Asset 1SWN

پر اسراییلو د ایران برید؛ کنعاني: ایران چې هر ځای وغواړي، په نښه کولای یې شي

Irans-attack-on-Israel-quy9rb9vfkebwk4j2rj8g762fjy7mbulxgudhcfk3s

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر اسراییلو د دغه هېواد له توغندیزونو بریدونو وروسته ویلي، اسراییل او د هغو ملاتړي دې وپوهېږي، ایران چې څه وايي، هغه کوي. 

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي نن (د تلې ۱۱مه، چهارشنبه) پر خپل اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ایران د سیمې امنیت او ثبات ته ژمن دی، خو د «یرغلګرو» پر وړاندې به کوټلي ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړې چې د ایران د حاکمیت او امنیت پر وړاندې هر ډول «ناسنجول شوی» اقدام به بې‌ځوابه نه پرېږدي. ناصر کنعاني ټینګار کړی، ایران چې هر ځای وغواړي، په نښه کولای یې شي.

د ایران سپاه پاسدارانو د سه‌شنبې په شپه اعلان وکړ چې د اسراییلو نظامي او امنیتي مرکزونه یې په لسګونو توغندیو ويشتي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

اسراییلو هم د ایران توغندیز برید منلی او ویلي یې دي چې د امریکا په همکاري یې ډېری توغندي نه‌دي پريښي چې موخې په نښه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام