Asset 1SWN

د غزني ولایتي روغتون کې د خدمتونو کچې له ټیټوالي د خلکو شکایت

شفاخانه_ی-ولایتی-غزنی_-1

د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت، په ولایتي روغتون کې د «ماشومانو ناروغۍ درملنې» برخه کې د ډاکټران د کمښت له امله له ستونزو سره مخ شوې دي.

دوی وايي، اړ دي چې د خپلو ناروغانو درملنې لپاره خصوصي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني اوسېدونکی محمداکرم چې خپل ناروغ یې ولایتي روغتون ته راوستی، د ډاکټر له کمښت او د روغتیايي خدمتونو کچې کمېدو څخه شکایت کوي.

هغه وویل: «ناروغان ډېر دي، اوس مې زوی راوستی، متخصص ډاکټر راته لیک راکړ چې ملکي روغتون یې بوځم. موږ هم پوهېږو چې دلته ګڼه‌ګوڼه ډېره ده، ناروغان زیات دي او ډاکټر ته اړتیا ډېره ده. ناروغ مو شپږ میاشتنی دی، تراوسه یې نه‌دی بستر کړی.»

بي‌نظیر چې خپل ناروغ یې د درملنې لپاره راوستی، دغه روغتون کې د درملیزو خدمتونو کیفیت له ټيټوالي شکایت کوي او په وینا یې، ډېری وخت اړ کېږي چې خپل ناروغان خصوصي روغتونونو ته بوځي.

هغې وویل: «تراوسه مې نوبت نه‌دی راغلی، یو ډاکټر دی او ټول ناروغان ویني. درمل چې ورکول کېږي، یو ډول دي. خلک هم اړ دي چې استفاده یې کړي. اړ دي، هغه ناروغان چې عاجل وي، خصوصي کلینیکونو ته یې ورمعرفي کړي.»

د غزني ولایتي روغتون رییس نیازمحمد نوري دغه روغتون کې د ماشومانو درملنې ډاکټر کمښت ستونزه تاییدوي، خو وايي، هڅه کوي چې دې برخه کې یو ډاکټر وګوماري.

هغه وویل: «دوه میاشتې کېږي چې د جک موسسې اکمالات روغتون ته سپارل شوي، له دې وړاندې دې ادا موسسې دا روغتون تمویلوه، یوې موسسې او بلې ته تبدیلېدل هم په خپله یوه ستونزه ده. د ماشومانو برخه کې دوه ډاکټران د اکمال تخصص ازموینه کې بریالي شوي، دوه میاشتې مخکې تللي او ځای یې تش دی. د جک موسسې پنځه کسان د ام‌ډي برخه کې رالېږي چې یو یې پر دنده ګومارل شوی هم دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دولتي روغتونونو کې د ډاکټرانو کمښت او د درملیزو معیاري خدمتونو وړاندې کولو کچې کموالی د هېوادوالو له جدي ستونزو ګڼل کېږي چې دا چاره لامل شوې ډېری ناروغان خصوصي روغتونونو ته مراجعه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام