Asset 1SWN

ذبیح‌الله مجاهد: له امریکا سره د پیاوړو اړیکو غوښتونکي یو

ذبیح‌الله مجاهد

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو څلورو کلونو په پوره کېدو سره، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، له امریکا سره پياوړې اړیکې غواړي.

هغه  تېره ورځ شنبه (سنبله، ٨) یوې جاپانۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي: «مونږ له امریکا سره قوي اړیکې غواړو او له نورو هېوادونو هم تمه لرو چې زموږ حکومت په رسمیت وپېژني.»

هغه د افغانانو د شتمنیو کنګل کېدو ته په اشاره نیوکه کړې چې امریکا خپلو سختو سیاستونو ته دوام ورکوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ذبیح‌الله مجاهد غوښتنه کړې چې امریکا دې د اسلامي امارت پر وړاندې خپلو پالیسو کې بدلون راولي.

ښاغلي مجاهد دغه مرکه کې د نجونو زده‌کړې يوه داخلي مسله بللې او ټينګار کړی چې: “افغانستان خپل کلتور لري، موږ غوښتنه کوو چې لاسوهنه مه کوئ.”

نوموړي همدارنګه ویلي چې دوی هیله لري جاپان هم د اسلامي امارت نظام په رسمیت وپېژني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام