Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبیح‌الله مجاهد: سیمه کې د افغانستان پیاوړي دریځ لپاره له هر فرصت ګټه اخلو

ذبیح‌الله مجاهد 44

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د قزاقستان آستانه ښار کې د تماس ډلې غونډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغانستان د سیمه‌ییزو همکاريو د محور په توګه د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره له ټولو مثبتو فرصتونو ګټه اخلي.

هغه وویل، د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره هم د اقتصادي نښلونې او د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړه ده.

دی زیاتوي: «د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي هم پر اتصال ولاړه ده، څو د سیمې هېوادونو ترمنځ ښه اقتصادي اتصال او د ګټو شراکت رامنځته شي. افغانستان په دې برخه کې خپله دنده ترسره کوي. ترټولو مهمه موضوع د افغانستان امنیت دی چې تأمین شوی او اقتصادمحوره پالیسي ده چې له هېوادونو سره شریکه شوې.»

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي چې افغانستان د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا پر وړاندې په ګډه د خنډونو لرې کولو غوښتونکی دی.

د سیمې تماس ډلې د غونډې په څنډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو ویلي چې د افغانستان په اړه د واحدې ستراتېژۍ په لټه کې دي او دا هېواد اوس ګواښ نه، بلکې د سویلي اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره مناسب فرصت بولي.

په دې غونډه کې د قزاقستان استازي افغانستان سره د خپل هېواد د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په یادولو سره ویلي، د افغانستان په اړه د دوی د هېواد لیدلوری بدل شوی او تېر کال له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې.

د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، افغانستان د سیمې هېوادونو لپاره مهم ترانزیټي دهلېز دی.

همدارنګه د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي اسماعیل‌الله ارگاشف ویلي، ښايي د منځنۍ اسیا هېوادونه راتلونکي کې افغانستان کې ګډې پروژې پلي کړي او دا هېواد خپل اصلي شریک وګرځوي.

افغانستان کې د قرقیزستان سفیر تورداکون سیدیکوف هم ویلي چې د دوی د هېواد اصلي تمرکز پر سوداګریزو، اقتصادي او ترانسپورتي پروژو دی.

اخوا، د اسلامي امارت د وزارت اقتصاد ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، افغانستان کې د سیمې او نړۍ هېوادونو له اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ملاتړ کوي.

«اسلامي امارت له تبعیض پرته اقتصادي فرصتونو ته د برابر لاسرسي زمینه برابروي. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د نښلونې له مهمو کړیو څخه دی. دا رول یوازې ترانزیټي اړخ نه‌لري، بلکې کولی شي افغانستان په سیمه کې د اقتصادي، سوداګرۍ او انرژۍ په څلورلارې بدل کړي.»

د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې غونډه د دوشنبې په ورځ د قزاقستان په آستانه ښار کې جوړه شوې وه.

دغه غونډه کې د قزاقستان، قرقیزستان او اوزبیکستان استازو ګډون کړی و.

د ترانزیټي مسایلو ترڅنګ، سوداګري او اقتصادي اړیکې او د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو دریځونو همغږي کول د دوی له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام