Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان خاصې نظامي کړۍ بیا په افغانستان برید کړی

ذبیح‌الله مجاهد t78

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پاکستان خاصې نظامي کړۍ یو ځل بیا پر افغان خاوره برید کړی.

نوموړي ویلي، د شپې ناوخته په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې ملکي هېوادوال بمبار شوي چې د ښځو او ماشونو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شول.

د پکتیکا ځایي سرچینې هم وايي، تېره شپه ناوخته يوولس بجې پاکستاني جېټ الوتکو د برمل ولسوالۍ د “مرغې” سيمه کې هوايي بريد کړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سرچينې په خبره، بريد د فاروقيه په نوم په يوې ديني مدرسې شوی، خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې مالومات ورنکړل.

سرچينې زیاته کړه، بل بريد د ارګون ولسوالۍ «سرخود» سيمه کې په یوه تش کور ترسره شوی.

همدارنګه د ننګرهار ځایي سرچینو هم ویلي چې دغه ولایت کې د پاکستاني الوتکو لخوا د یوه عام وګړي پر کور بمبار شوی چې ګڼ شمېر کسان په کې شهیدان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام