Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبیح‌الله مجاهد: د تېرې شپې جګړه کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي

ذبیح‌الله مجاهد 54

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت ځواکونو د تېرې شپې عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

هغه نن (یکشنبه، میزان ۲۰) کابل کې یوې غونډې ته وویل، دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ ۲۵ پوستې هم نیول شوي او د هغوی ګڼ شمېر پوځي مهمات د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې جګړه کې د اسلامي امارت  ۹ سرتیرو ژوند بایللی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد همدارنګه وویل چې د پاکستان پوځ کې ځینې کړۍ د افغانستان پرمختګ نه‌غواړي او هېواد کې یې د تشویشونو لپاره یو لړ اقدامات کړي.

هغه وویل، د پاکستان د پوځ دغه کړۍ هڅه کوي چې افغانان په خپل دام کې راګیر کړي.

ده وویل: «د‌ پاکستان پوځ کې دغه کړۍ چې پاکستاني ولس يې هم يرغمل کړی، غواړي چې ګاونډيان هم بې‌ثباته کړي او په دې سره خپل متحدين هم خوښ وساتي، خو وخت راغلی چې د پاکستان له دسيسو څخه پرده پورته شي او نړیوالو ته وښودل شوي.»

د هغه په وینا، د پاکستان اکثره نظامیان، سیاسیون او ولس د پوځ له دغې مشخصې کړۍ سره توافق نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، داعش په پاکستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه پلانونه او بریدونه تنظیموي.

ده زیاته کړه چې په ايران، روسیې او افغانستان کې تېر بريدونه له همدې ځایه شوي.

هغه له پاکستان غوښتنه وکړه چې يا دې مرکزونه ختم او يا دې افغانستان ته مشران ور وسپاري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد همدارنګه وايي، د افغانستان عمومي وضعیت د ډاډ وړ دی او د غیرقانوني کړنو مخه نیول شوې.

ده وویل، ټوله افغان خاوره کې هېڅ ډول ګواښ نشته او تېرو ۸ میاشتو کې کومه جدي امنیتي پېښه نه‌ده رامنځ ته شوې، خو ګاونډ کې چې فتنې او فساد ترسره شوی، لاملین یې لمنځه وړل شوي.

د هغه په وینا، ډیورنډ فرضي کرښه کې هم وضعیت تر کنټرول لاندې دی او دفاع وزارت له امکاناتو کار اخلي، ترڅو د ټولو پولو پوښښ لا پیاوړی کړي.

ذبیح‌الله مجاهد وویل: «هڅه کوو چې د پاکستان د سرغړونو په اړه نړیوالو سره هم خبرې وکړو.»

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه چې افغانان له خپلې خاورې د دفاع حق لري او که هر څوک د افغانستان په خاوره يرغل کوي او يا یې هوايي حريم نقض کوي، سخت ځواب به ترلاسه کړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې اسلامي امارت له سیمې او نړۍ سره د شریعت په رڼا کې ښه تفاهمات لري او په تفاهم باور لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام