Asset 1SWN

سلام وطندار

فرهنګي برخه کې د ځوانانو د لېوالتیا کمښت؛ محدودیتونه یې لامل دی

کتاب_خانه

سلام‌وطندار د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۴۸ ځوانانو سره چې ۳۸ یې، هلکان او لس یې، نجونې دي، د مرکو پرمهال موندلې چې د وروستیو څلور کلونو په ترڅ کې د لګول شویو محدودیتونو له امله یوشمېر فرهنګي برخې زیانمنې کړي او دې برخې ته د ځوانانو ورجذبول یې کم کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱کال کې ۸۴۰۰ خبریالانو رسنیو کې کار کاوه چې اوس دا شمېر ۵۱۰۰ ته ښکته شوی او یوازې ۵۶۰ رسنۍ پر فعالیت بوختې دي.

بل‌خوا ادبیات او د لیکوالي برخه هم له ۴۰ تر ۵۰سلنې د ځوانانو د حضور له کمښت سره مخ ده او  ځینو هنري نندارتونونو کې هم ګډونوالو شمېر له ۲۰۰څخه ۴۰ کسانو ته راښکته شوی دی.

همداراز سینما د افغان فلم په تړل‌کېدو سره نږدې د فلم تولید برخه تړل شوې او عکاسي او ګرافیک سفارشونه هم نږدې د پام وړ کم شوي دي.

په ورته مهال اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې هېواد کې د وزګارتیا کچې ته په کتو، اړتیا ده چې د څانګو تنوع پراخه شي، څو ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره شي، خو د دې راپور موندنې ښيي چې دې څانګو کې د ځوانانو کم ګډون، کولای شي، د وزګارتیا کچه نوره هم ډېره کړي.

د محدودیتونو تر سیوري لاندې رسنۍ؛ وېره او راتلونکې ته د خبریالانو نه لېوالتیا

د سرپرست حکومت له حاکمیت وروسته، په افغانستان کې پر رسنیو نوې محدودیتونه او فشارونه زیات شوي چې د هېواد د ژورنالستانو پر کار، خوندیتوب او راتلونکي یې ژوره اغېزه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱کال کې شاوخوا ۸۴۰۰ ژورنالستان په بېلابېلو رسنیو کې کار کاوه، خو اوس دغه شمېر یوازې ۵۱۰۰ کسانو ته راکم شوی دی چې له دې ډلې یوازې ۵۶۰ یې ښځې دي.

په ۲۰۲۴م کال کې د رسنیو د حقونو ۱۸۱ موارد نقض ثبت شوي، ۱۸ رسنۍ تړل شوي او له ۵۰ زیات ژورنالستان نیول شوي دي. د همدې فشارونو له امله د نړیوالو رسنیو د ازادۍ د شاخص (RSF) په جدول کې د افغانستان درجه له ۱۲۲ ځایه ۱۷۸ ځای ته لوېدلې ده.

د ښځینه کارکوونکو د فعالیت محدودول هم له سترو ستونزو څخه دي. په ۱۴۰۱کال کې د امربالمعروف وزارت د ښځو لپاره د ماسک کارول اجباري کړل او په ۱۴۰۳ کې په لږترلږه ۱۴ ولایتونو کې د ژوندي موجوداتو د عکسونو خپرول بند اعلان شول.

د رسنیو اقتصادي کمزورتیا او دوامداره بندیزونه د رسنیو د پراخ تړل‌کېدو لامل شوي دي. د افغانستان د ژورنالستانو مرکز د ۱۲ تلویزیوني شبکو د تېر یوه کال په اوږدو کې د تړل‌کېدو یادونه کوي او د خپلواکو ژورنالستانو اتحادیه وايي چې شاوخوا ۵۷ تلویزیوني شبکې د اقتصادي ستونزو او نورو فشارونو له امله یې دروازې تړل شوي دي.

۲۵کلنه علینا چې څلور کاله یې په رسنیو کې کار کړی، وايي: «محدودیتونه ډېر زیات شوي. زموږ دندې خوندي نه دي او دا موږ ته ویره راکوي. که وضعیت همداسې دوام وکړي، راتلونکی مو نامعلوم دی. ښايي زه خپله له رسنیو کار پرېږدم، ځکه شرایط ډېر سخت دي.»

له پروان څخه ۲۴کلنه حلیمه چې اته کاله رسنیو کې تجربه لري، وايي: «محدودیتونو یوازې رسنیو ته نه بلکې زموږ پر ذهنیت او روحیې هم بد اغېز کړی. که حالت همداسې وي، د رسنیو د ښځینه کارکوونکو وضعیت به لا خراب شي،»

همدارنګه، د ژورنالیزم زده‌کړو سره د ځوانانو لېوالتیا هم په چټکۍ سره راټیټه شوې ده. د یوه خصوصي پوهنتون استاد شهزاد ارین وايي: «د ژورنالیزم محصلین لږ تر لږه ۴۰ سلنه کم شوي دي. پاتې محصلین هم له بې‌انګېزې‌ګۍ سره مخ دي. د دوی وېره بې‌دلیله نه ده، ځکه ویني چې ډېر فارغان بېکاره پاتې دي.»

د رسنیو برخو کارپوهان وحید عروال او نایل ابراهیمي وايي: «د ژورنالیزم او رسنیو وده د مناسب چاپېریال او ټولنې اړتیا لري. ژورنالیست باید دومره فعال وي چې خپل ټولنیز مسؤلیت ادا کړي، ناوېلي خبرې ووایي او نیمګړتیاوې روښانه کړي. که داسې زمینه موجوده نه وي، ژورنالیست او رسنۍ عملي وجود نه شي لرلی.»

نایل ابراهیمي وویل: «ډېر فکتورونه شته چې د رسنیو کارکوونکي اندېښمن کوي. ځوان د کار بازار درک کولی شي؛ کله چې ویني د کار فرصت نه شته، نو په اسانۍ له دې برخې د دوام یا د راتلونکي د مسلک په توګه د انتخاب پرېکون کوي.»

د محدودیتونو تر سیوري لاندې ادبیات؛ د شاعرانو اندېښنې او ناهیلي

په افغانستان کې د ادبياتو او فرهنګي فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه ورځ‌ تر بلې زیاتېږي؛ یوه پدیده چې د ځوانو شاعرانو، لیکوالانو او ادبي انجمنونو د فعالیت کچه په بې‌سارې ډول راټیټه کړې ده. ځوانان وايي چې نه یوازې د بیان ازادي محدوده شوې، بلکې د ځان‌سانسورۍ فشار او د ناسمې اخیستنې وېره یې د ادبي ودې مخه نیولې ده.

د ۱۴۰۴ د سنبلې په ۸مه، نوی قانون د «تنظیم مشاعره» په نوم په یو مقدمه، ۳ بابونو، ۲ فصلونو او ۱۳ مادو کې تصویب شو چې له دې قانون سره هم‌مهاله د تعلیمي مرکزونو لپاره ۶۷۹ عنوان کتاب منع اعلان شول. همدارنګه ۱۴۰ د ښځو لیکلي کتابونه د ممنوعه فهرست برخه وګرځېدل او ۳۱۰ عنوان کتابونه د ایراني لیکوالانو او ناشرانو راټول کړل شول.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د ادبي محفلونو او انجمنونو په فعالیت کې ۴۰ تر ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. د ۱۱ شاعرانو او لیکوالانو او درېوو فرهنګي انجمنونو له مرکو څرګندېږي چې ځوانان د روانو محدودیتونو له امله د ځان‌سانسورۍ، د بدلون د وېرې او د ادبي راتلونکي د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

۲۵ کلنه معصومه د بامیان اوسېدونکې ده، وايي: «محدودیتونه اجازه نه‌راکوي چې شعرونه مې په محفلونو یا رسنیو کې په ازاد ډول وړاندې کړم. کله ناکله د ناسم برداشت وېره پیدا کېږي. اوس عمومي موضوعاتو ته مخه کوم. که وضعیت همداسې دوام وکړي، د شعر و ادب پرمختګ له منځه ځي او ځینې کسان د زړه‌ماتې احساس کوي.»

۲۸کلنه مریم چې هم شپږ کاله په ادبیاتو کې فعالیت لري، زیاتوي: «د شرایطو ترس ډېر لیکنې په دفترچه کې بندې کړې دي. ځینې موضوعات مو محدود کړي، ځکه نه غواړو ستونزې رامنځته شي. هیله لرم چې یوه ورځ په ازاده فضا ولیکم او خپاره یې کړم.»

په کاپیسا کې د ابوریحان البیروني د فرهنګي انجمن مسوول حبیب‌الرحمن وايي چې د ځوانانو ګډون په ادبي فعالیتونو کې په څلورو یا پنځو کلونو کې له ۱۰۰سلنې، ۴۰سلنې ته راټیټ شوی دی.

هغه زیاتوي: «پخوا مو د شعر او نثر په لوستلو سره ځوانان هڅول، خو اوس شوق او علاقه کمه شوې ده. د ځوانانو د استعدادونو له چوپېدو ویره لرم.»

همدارنګه فردین روستايي، وايي: «پخوا هره میاشت یو یا دوه ادبي محفلونه جوړېدل، خو اوس هر درې یا څلور میاشتې یو ځل غونډه کېږي. د فعالیتونو دغه کمښت د ځوانانو د دلسردۍ اصلي لامل دی.»

سینما په بحران کې؛ محدودیتونه، زوال او د هېرېدو خطر

د افغانستان سینما چې په ۱۳۴۰ تر ۱۳۶۰ کلونو کې یې د ودې دور تجربه کړی و، اوس د پراخو محدودیتونو، د دولتي بنسټونو د ړنګېدو او د هنرمندانو د تېښتې له امله د له‌منځه تلو په درشل کې ده. د سلام‌وطندار موندنې څرګندوي چې د سینما هنري بهیر په وروستیو کلونو کې تر بل هر وخت کمزوری شوی او د دوام امکانات یې په جدي توګه ګواښل کېږي.

د ۱۴۰۱ د سنبلې په ۷مه، د «دیدنو» فلم فستیوال یوازې د ۳۷ فلمونو په ګډون او د حکومت تر سختې څارنې لاندې جوړ شوی؛ یوه نښه چې د سینمايي فعالیتونو د محدودېدو اشاره کوي. په عین حال کې، د ۱۴۰۴ د ثور په ۲۳مه د هېواد یوازینۍ دولتي سینمايي اداره، افغان فلم، په رسمي ډول منحل اعلان شوی. د دې ادارې له‌منځه تګ د افغانستان د سینما دولتي ملاتړ په بشپړ ډول پرې کړ.

۳۱کلن حمید (مستعار) چې په بامیان کې د شپږ کلنې مستندسازۍ تجربه لري، د سینما د سخت وضعیت په اړه وايي: «انګېزه کمه شوې ده، محدودیتونه ډېر دي. زیاتره پروژې د ټولنیز محتوا له امله نه خپرېږي. مخکې مو د ټولنیزو موضوعاتو او د ښځو د حقونو په اړه کار کاوه، خو اوس فرهنګي او تاریخي موضوعاتو ته محدود یو. که ملاتړ او ازاد فضا نه وي، سینما ورو ورو له منځه ځي او هېرېږي.»

همدارنګه، د کندوز اوسېدونکی ۳۰کلن اکمل، فلم جوړونکی چې ۲۹ هنري فلمونه او سلګونه نمایش‌نامې یې تولید کړي، وايي چې سینمايي هنر په بشپړ ډول له‌منځه تلو حالت پر لور روان دی: «مخکې خلکو علاقه لرله، سناریو لیکل کېدل، تمرینات کېدل. خو اوس دا هنر تقریباً ختم شوی، ځایګی نه لري. ډېری سینماګران د سینما له هنر نه لاس په سر شوي او شخصي کارونو ته تللي دي.»

د ۱۸کلنې تجربې لرونکی هنرمند بصیر مجاهد د سینما د راتلونکي په اړه سخت خبرداری ورکوي. هغه وايي: «په تېرو څلورو کلونو کې سینمايي فعالیتونه ډېر کمزوري شوي او هېڅ اوږد سینمایي فلم نه دی جوړ شوی. د افغانستان د سینما راتلونکی مبهم، له خطره ډک او ستونزمن ښکاري. که وضعیت همداسې دوام وکړي، نور به د سینما سالونونه په دې هېواد کې شتون ونه لري.»

د نقاشۍ او رسامۍ هنر تر محدودیتونو لاندې؛ ځوان هنرمندان د راتلونکي په اړه بې‌باوره شوي

د امربالمعروف قانون د ۱۷م بند له مخې، د ژویو د نقاشۍ او عکاسۍ منع کول د هنر د ودې او هنرمندانو د فعالیت پر بهیر مستقیم اغېز کړی دی. د سلام‌وطندار د موندنو له مخې، په یوشمېر هنري کارځای کې د شاګردانو شمېر چې پخوا له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې رسېده، اوس ۴۰ کسانو ته راټیټ شوی دی.

له بل‌خوا، د هنري نندارتونونو پر جوړولو سخت محدودیتونه لګول شوي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر ځوان هنرمندان اړ شوي دي چې خپل فعالیتونه کم یا پرېږدي. د سلام‌وطندار خبرې له ۹ نقاشانو او رسامانو سره ښيي چې د فشارونو له امله ځوان هنرمندان د کار د سبک بدلون، د فعالیت درولو او د انګېزې د کمېدو سره مخ شوي دي.

زهرا چې دا یې مستعار نوم دی، د هرات اوسېدونکې ده او وايي: «پخوا به هر وخت چې مو زړه شو نندارتون نیوه، خو اوس باید اجازه واخلو. ځینې وختونه اړېږم تابلو نیمګړی پرېږدم یا یې عکس خپور نه کړم. ډېری نقاش ملګري مې زړه مات شوي او ځینو خو بشپړ قلم ایښی دی.»

۳۰کلن احمد چې د لغمان اوسېدونکی دی، د خپلو هنري محدودیتونو په اړه وایي: «زما اثار د ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو له امله نندارې ته پرې نه ښودل شول. ځینو ځوانانو هنر پرېښودل مناسب ګڼلي چې دا د هنر او خلاقیت لپاره خطرناک دی.

مسعود عزیزی چې د کابل په یوه هنري کارګاه کې ښوونکی دی، د شاګردانو د کمېدو د بهیر په اړه وايي چې شمېر یې له ۱۰۰–۲۰۰ کسانو څخه ۴۰ ته راښکته شوی دی.

هغه زیاتوي: «د ملاتړ کوونکو بنسټونو نشتوالی، فرهنګي محدودیتونه او د اثارو د نندارې کمې فرصتونه د ځوان هنرمندانو د مسلکي راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتوي. که وضعیت همداسې دوام وکړي، ډېری استعدادونه به له هنر لاس په سر شي یا به د مهاجرت فکر وکړي. تېر کال د چهره‌کارۍ په برخه کې د زده کوونکو کمېدو تر ټولو زیات و، اصلي علت یې د شغلي راتلونکي په اړه بې‌باوري او د انګېزې نشتوالی دی.»

عکاسي او ګرافیک د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ ځوانان د راتلونکي په اړه اندېښمن شوي

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د عکاسۍ او فلم‌بردارۍ پر فعالیتونو محدودیتونه او بندیزونه په یوشمېر ولایتونو، لکه تخار، کندهار او هلمند کې، او همداراز په هرات کې د کتابونو پر مخ د تصویر د چاپ منع کول، د هېواد د عکاسانو د انګېزې د راټیټېدو لامل شوي دي.

له ۱۴ تنو هغو ځوانانو سره د سلام‌وطندار خبرې چې په عکاسۍ او ګرافیک کې فعال دي، څرګندوي چې د مناسب بازار نشتوالی، د نندارتون د اجازې نه‌ورکول او اوسنی محدود چاپیریال، د دوی د مسلکي راتلونکي په اړه ژورې اندېښنې رامنځته کړې دي.

۲۹کلن عبدالرحمان د غور اوسېدونکی دی چې پنځه کاله د ګرافیک ډیزاین تجربه لري، وايي: «ځینې پروژې چې د ټولنیزو موضوعاتو یا د ښځو اړوند وي، ردېږي. پیرودونکي محتاط شوي او بازار محدود شوی. آنلاین کارونه هم ځینې وختونه فلټر کېږي، چې دا موږ ته اقتصادي او روحي فشار زیاتوي. کله چې ځوانان ګوري کار یې نه لیدل کېږي یا خطر لري، زړه‌سرد کېږي.»

۳۰کلن احمد د غور اوسېدونکی او عکاس ورته اندېښنه لري: «د عکاسۍ نندارتونونه نور نه جوړېږي. په مجازي فضا کې هم ډېر احتیاط کوم، ځکه آن یو ساده عکس هم غلط تعبیر کېدای شي. مخکې به مې عکسونه په ازاد ډول خپرول، اوس یې تر ډېره ځان ته یا نږدې ملګرو ته ساتم. راتلونکی مبهم ښکاري، د کار غوښتنې کمې شوې دي او د عامه نندارې لپاره فضا تقریباً له منځه تللې ده.»

د اقتصادي کارپوهانو خبرداری؛ د وزګارتیا زیاتوالی او د ملي تولید کمېدل

اقتصادي کارپوهان باور لري چې په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د ونډې کمېدل د هېواد پر ملي تولید GDPمنفي اغېزه کوي او په دوامداره توګه د پراخې بیکارۍ د زیاتېدو خطر لوړوي.

د اقتصادي چارو کارپوه، احمدولي سازش وایي: «په لویه کچه ټولې دغې برخې—لیکنه، نقاشي او نورې مسلکي هنرونه—اقتصاد ته عاید راوړي او په ملي تولید کې حسابېږي. کله چې دا کسان بیکار وي، طبیعي ده چې پر تولید ناخالص داخلي محصول منفي اغېزه کوي. دولت باید ستراتیژیک او کلان پروګرامونه ولري او د کار مناسب بستر برابر کړي، څو ځوانان له هېواده په تېښته مجبور نه شي، برعکس که ملاتړ ونه شي، حالت به خرابېږي.»

بل‌خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې دا موضوع د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت صلاحیت ته اړه لري؛ خو د دې وزارت له لوري د مسلسلې څېړنې باوجود په دې اړه ځواب ترلاسه نه شو.

هغو ځوانانو چې پخوا یې په فرهنګي او هنري فعالیتونو کې په لوړ شوق او روښانه هیلو سره کار کاوه، د حکومت سرپرست له راتګ وروسته د پرله‌پسې محدودیتونو، د بازار د نشتون او د ملاتړ د کمښت له امله له مسلکي راتلونکي سره د وېرې، ناامیدۍ او ژورې اندېښنې سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام