د بدخشان یوشمېر ځوانان دغه ولایت کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
عبدالرحمن بدخشي چې د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی، سلاموطندار ته وویل، د کار موندلو لپاره یې حکومتي او خصوصي ادارو ته مراجعه کړې؛ خو تراوسه نهدی توانیدلی چې کار پیدا کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «خنډ هم دا دی چې واسطهبازي ده. د ازموینو بهیر روڼ نهدی. هر څوک لاسوهنه کوي، لس ځایه لاړم، ازموینه مې ورکړه، لوړې نمرې مې واخیستې، له ما چې چا کمې نمرې وړې وې، هغوی کامیاب شول او زه ناکام شوم.»
بدخشان کې لسګونه نور ځوانان هم له ورته برخلیک سره مخ دي او د دوی یوازینۍ هیله د کاري زمینې برابرېدل دي.
بدخشان کې یو بل ځوان سفرعلي وايي، که ځوانانو ته د کار زمينه برابره نه شي، نو ډېری به له هېواده ووځي او يا به د بېکارۍ د ډېرېدو له امله نشهيي توکو ته مخه کړي. هغه له سرپرست حکومته غواړي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي وویل: «له حکومت مو دا غوښتنه ده چې نوي نسل ته د کار کولو زمینه برابره کړي. موږ هم د افغانستان یوو، نه د یوې ولسوالي او ولایت د همدې افغانستان یوو، باید د کار زمینه راته برابره کړي چې کار وکړو. ګڼشمېر ځوانان چې نورو هېوادونو کې کډوال دي، پر نشهيي توکو روږدي دي او وزګاره دي.»
دغه ځوانان وايي، که څه هم له پوهنتونونو په ښو نمرو فارغه شوي او ځینې مهارتونه یې هم زدهکړي؛ خو په وینا یې، ورته په هیڅ دولتي او خصوصي ادارو کې دندې نه ورکول کېږي.
د بدخشان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان بیا وايي، دغه ولایت کې د وزګارتیا کچه راټیټه شوې او سرپرست حکومت هڅه کوي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د بدخشان د کار او ټولنيزو چارو رييس خيرمحمد صفدر سلام وطندار ته وويل، دغه رياست هوډ لري، څو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي. «د کار وزارت موږ ته د ۱۰۰کسانو مکتوب رالېږلی چې بستونه مو اعلان ته ورکړي چې ۲۵کسان د موبایل ترمیم، ۲۵کسان هم د خیاطي، ۲۵کسان د موټر ترمیم او ۲۵ نور کمپیوټر برخه نیسوو او هڅه کوو چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو.»
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم بدخشان کې یوشمېر ځوانانو د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کړی او له حکومت څخه یې د دغې ستونزې د حل غوښتنه کړې ده.