Asset 1SWN

د ځوانانو چارو معیین: ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول زمونږ لومړیتوب دی

81dcd4bb-4116-4e98-952f-38681ca451a4

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین محمد یونیس راشد وايي، ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول د دوی لومړیتوب دی.

نوموړي دغه څرګندونې د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «روښانه راتلوونکې لپاره فرصتونه برابرول» په نوم جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، په پام کې ده چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ځوانانو ته د حریفوي زده‌کړو برخه کې پراخ پروګرامونه پيل کړي.

ده وویل، د ځوانانو لپاره د فري لانس برنامې له لارې سلګونه ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې او پلان مو دادی چې د میدان وردګ ولايت ځوانانو ته هم یاده پروګرام پيل کړي.

همدارنګه د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، وروسته له څو لسیزو په افغانستان کې سراسرې امن راغلی او هیوادوالو ته پ‌کار ده چې د دغه ثبات ساتنه او ملاتړ وکړي.

معاذ زیاته کړه، هڅه کوي چې په ټول توان سره ځوانانو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د میدان‌وردګ ځوانانو هم د وزګارتیا، ګډوالۍ، روغتیا او کمزوي اقتصاد په اړه شته ستونزې شریکې کړې او له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې وغوښتل چې ځوانانو ته په کور دننه کاري فرصتونه برابر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام