د هوا پېژندنۍ نړیوال سازمان(WMO) وايي چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې د نړۍ په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو ګرمه یوولس کلنه دوره بلل شوې او ۲۰۲۵کال د دویم یا درېیم تر ټولو ګرم کال په توګه ثبت شوی دی.
دغه سازمان نن دوشنبه، د مارچ ۲۳مه، ویلي چې د ځمکې د اقلیم تودوخه لاهم په زیاتېدو ده او د هوا او سمندرونو ګرمېدل له دوامداره یخویلي (د یخچالونو ذوب) سره مل دي.
راپور زیاتوي چې سخت اقلیمي پېښې له هغې ډلې ګرمي او درانه ورښتونه، په بېلابېلو سیمو کې د پراخو زیانونو او ګډوډیو لامل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
WMO همداراز خبرداری ورکړی چې د ځمکې د انرژۍ ناتوازن په تېرو ۶۵ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی چې دا د اقلیمي بدلونونو د چټکتیا څرګندونه کوي.
د راپور له مخې، د ځمکې اقلیم د تاریخ تر بل هر وخت ډېر بېثباته شوی، ځکه د شنوګازونو زیاتوالی د فضا او سمندرونو د لازیات تودېدو او د یخونو د دوامدار ویليکېدو سبب ګرځي.
سازمان ټینګار کړی چې دا چټک او پراخ بدلونونه که څه هم په وروستیو څو لسیزو کې رامنځته شوي، خو منفي اغېزې به یې د سلګونو او ښايي زرګونو کلونو لپاره دوام وکړي.