Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال جام؛ پاکستان نن سوېلي افریقا سره لوبه کوي

Pakistan-vs-South-Africa-Todays-Match-Dream11-Prediction-Fantasy-Cricket-Tips-Captain-and-Vice-Captain-Choices-–-ICC-Cricket-World-Cup-2023-26th-Match

د هند په کوربه‌توب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله د سوېلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن جمعه د اکتوبر ۲۷مه د هند د چینای په «ام‌اې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله چې د یاد نړیوال جام له پیل وړاندې پیاوړې لوبډله یادېده، روان جام کې له ستونزو سره مخ ده او نیمه پای‌لوبې ته د تلو هیلې یې نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

وروسته له هغې چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان په ګونډو کړ، دغه لوبډله تر ډېر فشار لاندې ده. پاکستان په خپلو کړیو پنځو سیالیو کې یوازې دوه ګټلي او درې لوبې یې بایللې دي.

پاکستان دا مهال د جدول په شپږم ځای کې شتون لري. که دغه لوبډله نیمه پای‌لوبې ته تلل غواړي، نو خپلې پاتې څلور لوبې باید وګتي. که څه هم د یادې لوبډلې تګ د جدول سر لوبډلو ماتو پورې هم تړلی دی.

سوېلي افریقا او پاکستان په خپلو کړیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې دوه ځلې سوېلي افریقا او درې ځلې پاکستان بریاوې ترلاسه کړې دي.

خو سوېلي افریقا بیا په خپلو کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه ماته لري او پاتې لوبو کې یې بری ترلاسه کړی. پاکستان بیا درې بایللي او دوه یې ګټلې دي.

سوېلي افریقا روان نړیوال جام کې تر دې مهاله ښکلې لوبې کړي او د یوې پیاوړې لوبډلې په توګه ځلېدلې ده. که څه هم دې نړیوال جام کې د نیدرلنډ لوبډلې پر وړاندې له ماتې سره مخ شوې، خو له هغې پرته ښه ځلېدلې.

سوېلي افریقا دا مهال د جدول په دویم ځای کې شتون لري او نننۍ لوبه کې به هڅه کوي، څو پاکستان ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای‌لوبې ته د تلو دریځ پیاوړی کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه سریلانکا په یوې په زړه پورې لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه. دا په نړیوال جام کې د انګلستان څلورمه ماته وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام