د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه ۱:۰۰ بجه د اکتوبر ۱۵مه د هند د ډیلي په «اروون جاېټلې کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان له دې وړاندې په نړیوال جام کې خپلې کړې دوه لوبې بایللې دي. لومړۍ سیالي یې بنګلدېش او دویمه یې هند ته وبایلله.
انګلستان بیا خپله لومړۍ سیالي انګلستان ته وبایلله، خو دویمه یې له بنګلدېش وګټله. د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله د تېر یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام اتله پاتې شوې ده.
افغانستان او انګلستان تر دې مهاله په نړیوال جام کې دوه ځله سره مخ شوي چې دواړه لوبې انګلستان ګټلې دي.
بلخوا افغانستان په خپلو کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوه لوبه هم نهده ګټلې او ټولې یې بایللې دي. انګلستان بیا څلور لوبو کې دوه بریاوې، یوه ماته او یوه لوبه یې هم د باران له کبله بېپایلې اعلان شوې ده.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه هند په یوې، یوه اړخیزه لوبه کې خپل سیال پاکستان ته ماته ورکړه. هند دا مهال د یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام په جدول کې لومړی ځای لري.
نیوزیلنډ دویم، سوېلي افریقا درېیم او افغانستان بیا د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.