د هند په کوربهتوب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډله نن د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې دغه لوبه نن سهشنبه د اکتوبر ۳۱مه د هند د کلکتې په «اېډن ګارډېنز» لوبغالي کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پاکستان د افغانستان پر وړاندې له ماتې وروسته روان نړیوال جام کې تر سخت فشار لاندې دی او نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره نورو لوبډلو ته اړتیا لري.
که څه هم دغه لوبډله دا مهال د جدول په اووم ځای کې شتون لري، خو له شپږو سیالیو یوازې څلور نمرې یې ترلاسه کړې او نیمه پایلوبې ته یې تګ ستونزمن دی. افغانستان له پاکستان مخکې پنځم ځای کې دی.
د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډله چې روان نړیوال جام کې یې یوازې افغانستان مات کړی، د جدول په اتم ځای کې شتون لري او شپږ لوبې یې کړې دي.
که څه هم بنګلدېش لوبدله له نیمه پایلوبې ته له تګ وتلې ښکاري، خو جدول کې د مخته تګ لپاره چانس لري. بنګلدېش خپلې وروستۍ کړې پنځه یو ورځنۍ لوبې بایللې دي. پاکستان بیا یوه ګټلې او څلور یې بایللې دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې دوه پاکستان او درې یې بنګلدېش ګټلې دي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه افغانستان په یوې ښکلې لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه. دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه بریا وه. پاکستان، انګلستان او سریلانګا هغه لوبډلې دي چې افغانستان ماتې کړي.