Asset 1SWN

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد بې‌ثباته دی؛ اقتصاد وزارت: ردوو یې

vlcsnap-2023-12-05-14h08m01s224

نړیوال بانک دې وروستیو کې یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي وده لاهم کمزورې ده او پراخې بې‌وزلي او وزګارتیا میلیونونه کسان زیانمن کړي دي.

د دغه بانک په راپور کې ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمېدو او له پاکستان سره ترینګلو سوداګریزو اړیکو د افغانستان د اقتصادي ودې د بې‌ثباتۍ اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوال بانک د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د دوامدارو ستونزو، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمیدو او له پاکستان سره د ترینګلو سوداګریزو اړیکو له کبله، د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې‌ثباته حالت کې دی. د بې روزګارۍ، د سرچینو محدودیت، د بېوزلۍ پرلپسې لوړې کچې او دا چې دغه هېواد د پیرېدو ډیر توان نلري، میلیونونه افغانان یې زیانمن کړي.»

د نړیوال بانک راپور له‌مخې، تېر میلادي کال کې د افغانستان سوداګریز کسر ۵۴ سلنه زیات شوی او د صادراتو کچه ۵ سلنه راکمه شوې.

خو د اقتصاد وزارت مسوولان بیا د نړیووال بانک دغه راپور ردوي او هغه افغانستان کې له شته واقعیتونو لرې بولي.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب سلام وطندار ته وویل: «د نړیوال بانک راپور د هېواد د واقعیتونو څخه لرې دی او ردوو یې؛ د مالي او د هېواد اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور حرکت، طبیعي سرچینو ته لومړیتوب دی او له کانونو ګټه‌اخیستنه او د سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیتي ظرفیت څخه سمه ګټه اخیستنه، د وزګارتیا کمولو لپاره محوري مسایل دي او د اقتصادي پراختیا او کارموندنې لپاره پلانونه جوړ شوي دي.»

د اقتصاد وزارت مسوولان همدارنګه وايي، د نړیوالې ټولنې مثبت تعامل او د افغانستان د شتمنیو ازادول کولی شي، د هېواد په اقتصادي پرمختګ او د هېوادوالو د ژوند وضعیت ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکي افغانستان کې شته اقتصادي ننګونې تاییدوي، خو وايي، نړیواله ټولنه د دغه وضعیت په رامنځته کولو کې رول لري.

اقتصادي کارپوه نبي افغان وویل: «له یوې خوا، نړیوال بندیزونه او د ګاونډیانو فشارونه او له بل لوري، د پرمختګونو وروسته په افغانستان کې پیچلي وضعیت، د دې وضعیت یوه برخه ده؛ ګاونډیان د افغانستان وضعیت ته اجازه نه ورکوي چې ښه شي او پرمختګ وکړي. دا د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو بندیزونو لامل دی.»

د سیاسي چارو شنونکي هم په دې باور دي چې په نړیواله سطحه د سرپرست حکومت سیاسي موقف د افغانستان په اوسني اقتصادي وضعیت اغېز کړی.

سیاسي کارپوه برنا صالحي وویل: «اقتصاد او سیاست ترمنځ پراخه اړیکه ده، تر هغو چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر بنسټ، سیاسي اړیکې ونه‌لرو چې له مخې یې، اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابره وي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره مو اړیکې ښې نه‌وي، له بده مرغه چې اقتصادي وضعیت به ښه نه‌شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته، افغانستان کې زیاتره پرمختیايي پروژې وځنډول شوې او د نړیوالو سازمانونو د مالوماتو پر اساس، افغانستان اقتصاد بحران سره مخ دی؛ کومه مسله چې د هېواد د اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره یې سرپرست حکومت ننګونو سره مخ کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام