Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال بانک: افغانستان ۲۰۲۴ کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده

vlcsnap-2023-01-01-15h10m12s830

نړیوال بانک وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده، خو د مالي محدودیتونو، د سوداګرۍ د توازن نشتوالي او د پانګونې د ظرفیت  محدودیت له امله د ودې دغه کچه د هېواد د بنسټیزو اقتصادي ستونزو په حل کې ډېره مرسته نه‌ده کړې.

د نړیوال بانک دغه راپور چې چهارشنبه، لیندۍ۱۴مه خپور شوي، په‌کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد د منځنۍ ودې سره-سره بیا هم له جدي ننګونو سره مخ دی او په دغو ننګونو کې مالي خنډونه، د سوداګرۍ ناانډولي او د پانګونې برخه کې د محدود ظرفیت ننګونې شاملې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوال بانک د راپور له‌ مخې، د افغانستان ناخالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷سلنه وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادي زیان ۱۰ سلنه جبران کوي.

په راپور کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د مشر فارس حداد زیرووس له قوله راغلي: «د افغانستان اوږد مهال لیدلوری د کورني خصوصي سکتور د پام وړ ظرفیت څخه په ګټې اخیستو او په ټوله کې د سوداګرۍ د چاپیریال په ښه والي پورې تړلی چې زیاتې پانګونې، د کوچنیو سوداګریو لپاره بودیجې ته لاسرسی او د مجربو ښځینه وو متشبثینو حمایت ته اړتیا لري.»

د دغه بانک د راپور په یوه برخه کې راغلي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان صادرات په خپل حال پاتې، خو واردات ډېر شوي چې دغه چاره د سوداګرۍ کسر لاپراخوي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مسوولان د نړیوال بانک د راپور له تایید یا ردولو پرته سلام‌وطندار ته وايي، سرپرست حکومت له ټولو نړیوالو بندیزونو سره سره په تېرو درېیوو کلونو کې اغېزمن اقتصادي ګامونه پورته کړي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل: «د وروستیو درېوو کلونو پرمهال د اسعاري زېرمو کنګلېدو او د نړیوالوبنسټونو د مرستو بندېدو سربېره، افغانستان یوشمېر لاسته‌راوړنې درلودلې. تمرکز مو هېواد کې پر شته ظرفیت او موجوداتو دی؛ نړیوال بانک او نور بنسټونه باید د اقتصادي ودې برخه کې خپله ونډه وکړي او خپلې نیمګړې پروژې پیل کړي.»

له دې سره د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، د هر هېواد د اقتصاد وده په اقتصادي – او سوداګریزو حل‌لارو، د زیربناوو پر جوړېدو او د کورنیو پانګونو لپاره د زمینې برابرولو پورې تړلې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه ایرج فقیري وایي: «اوسنیو شرایطو کې د هېواد اقتصادي نظام پر زېربناوو پانګونې او پلان ته اړتیا لري، څو کاري فرصتونه رامنځته او اقتصاد وده وکړي چې د ناخالصو تولیداتو زیاتوالي او وارداتو کموالي به هم له ځان سره ولري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې په دغه کال کې د خلکو هوساینه په تدریجي ډول ښه شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام