Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۶۶ پروژو چارې پيل شوې

dbc826e2-c49e-428f-86b0-b485f48e8281

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د میدان‌وردګ په جغتو ولسوالي کې د اوبو مدیریت او ټرانسپورت برخو کې د ۲۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۶ ټولګټو پروژو کار چارې پیل شوې چې په راتلوونکې یوه کال کې به بشپړې شي.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندازده وویل، ا.ا ژمن دی چې ټولو هېواد کې ولس ته د بیارغونې برخه کې اساسې کارونه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د هېواد په ۲۷ ولسوالیو کې لسګونه د بیارغونې پروژې پلان شوې چې د میدان‌وردګ په جغتو ولسوالي کې نن د ۶۶ بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اخندازده ټينګار وکړ چې په یادو پروژو کې د پلونو رغول، د کانالونو پاکول، په کلیوالي لارو او سړکونو جغل اچول، د ځمکو د خړوبولو لپاره د ذخیرو پاکول، د غره لمن کې د اب‌رېزونو کېندل، د پلچکونو او د زراعتي ځمکو لپاره د ذخیرو جوړول شامل دي.

بل‌خوا د میدان‌وردګ مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ له نړیوال بانک او مرستندویه موسسو مننه وکړه چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې یې د لسګونو پروژو عملي کار چارې پيل کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې ورته پروژې دې د میدان‌وردګ په پاتې ولسوالیو او کلیو کې هم پیل شي، څو د ولس په غوښتنه د بیارغونې اساسي کارونه او وزګارو کسانو ته په‌کې د کارکولو زمینه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام