د ټولګټو وزارت مسوولان وايي، د ۳۲ میلیون افغانیو په ارزښت د پروان ـ بامیان د ۲۰ کیلومتره سړک د داغګيرۍ چارې پیل شوې.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن (پنجشنبه، سنبله ۲۰) وايي، د پروان ـ بامیان سړک چې له شیبرکوتل څخه د پروان تر شیخ علي ولسوالي پورې رسيږي، د داغګیرۍ چارې يې د ۳۲ میلیون افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي او بودجه يې د ټولګټو وزارت لخوا تمویل کیږي.
د دغه سړک د بیارغونې چارې به د پنځو مياشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پروان د والي مرستیال مولوي محمد ابوالوفاء عثماني د سړکونو د رغونې او ترمیم پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د سړکونو بیارغونه زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. هڅه کوو چې د موجودو امکاناتو او اړوندو ادارو د همکارۍ له لارې ویجاړ شوي سړکونه بېرته ورغوو او د خلکو د هوساینې لپاره لازم شرایط برابر کړو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پروان د شیخعلي ولسوالي اوسېدونکو د یاد سړک د داغګیرۍ د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، د دې پروژې پلي کېدل به د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو ترڅنګ د تګ-راتګ ستونزې هم تر ډېره هوارې کړي.
لکه څنګه چې دامهال د سالنګونو لويې لارې د بيارغونې چارې جريان لري، په همدې اساس يوشمېر باربري وسايط له همدې لارې تګ راتګ کوي.
د یادې پروژې بشپړېدل به د سيمې د اوسېدونکو ترڅنګ د ملي او سیمهییز ترانزیټ په برخه کې هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د هیواد د لویو لارو، فرعي سړکونو، اوسپنې پټلۍ او ترانزیټي دهلیزونو د رغونې، ترميم او بیارغونې له لارې هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.