Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب کې صنعت‌کاره ښځې: انلاین پلور مو کاروبار ته وده ورکړې

زنان صنعت_کار در فاریاب 1

فاریاب کې یوشمېر صنعت‌کاره ښځو د خپلې سوداګرۍ د ودې او ښه عاید ترلاسه کولو په موخه، د توکو انلاین پلور ته مخه کړې.

دوی وايي، له انلاین پلور وروسته یې د لاسي صنایعو د پلور کچه لوړه شوې. مونسه قاري‌زاده چې ۴۵ نجونو ته یې د خیاطۍ زده‌کړه ورکړې، سلام‌وطندار ته وویل، د انلاین پلور له لارې هغه او نجونې ښه عاید ترلاسه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې وویل، له ښځینه متشبثینو څخه د دولت او پانګوالو ملاتړ کولای شي له ښځو سره د مالي خپلواکۍ په برخه کې لازیاته مرسته وکړي. «یوه متشبثه هلته کولای شي، پرمختګ وکړي چې د موسسې له‌خوا یې ملاتړ وشي، ځکه موږ د هغو کسانو ملاتړ ته اړتیا لري چې دې برخه کې کار کوي. موږ ډېر زده‌کوونکې لرو چې په وړیا توګه کار کوي، اړتیا لرو چې ملاتړ مو وشي، اړتیا لرو چې دوی ته حق‌الزمه ورکوو، یوه اندازه پیسې ورکړو، څو ښه کار وکړي.»

فارياب کې یوه بله  صنعت‌کاره مېرمن ماريه علمي وايي، وروسته له هغه چې د دوى دوکانونه وتړل شول، د ټولنيزو شبکو له لارې یې د خپلو توکو پلورلو ته مخه کړه چې په وینا یې، اوس له دې لارې ښه عايد ترلاسه کوي.

هغې وویل: «اوس ښه دا ده چې انلاين بازار راغلی، انلاين مارکېټ ډېر ښه شوی. انلاين پلور چې پیل شوی بهرنیو هېوادونو سره کار کوم، له ولايتونو سره هم کار کوم، هغوی موږ ته په ټليفون کې ارډر راکوي، د واده جامې، سرتختي، ټول ډولونه چې دوی یې غواړي، ما چمتو کړي، اوس تلیفون دی او د تلیفون او یوه کس له لارې مخته.»

د فارياب د صنعت او سوداګرۍ رياست د صنعتي پارکونو د پراختيا مدیر روح‌الله وايي، له مرستندويه موسسو سره په همغږۍ د سوداګرو ښځو د ملاتړ لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

نوموړي وویل: «د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست او په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښځو د ملاتړ او د لاسي صنایعو په برخه کې د کار او مسلک د پیدا کولو په برخه کې له یوشمیر کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي. هغه ښځې چې د لاسي صنایعو په برخه کې بوختې دي، مالي ملاتړ ته اړتیا لري، دا ریاست پلان لري چې د موسسو له لارې د ښځو هر اړخیز ملاتړ وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د فارياب د صنغت او سوداګرۍ رياست د شمېرو له مخې، دامهال په دغه ولايت کې د ګلدوزۍ، څرمن ګنډلو، غالۍ اوبدلو او خياطۍ په برخو کې شاوخوا ٧٠٠ کارخونې فعالیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام