Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب کې ژمني ورښتونه؛ د پرله‌پسې وچکالۍ جبران لپاره فرصت

فاریاب وچکالي ورښتونه

فاریاب کې ژمني ورښتونه که څه هم لنډمهاله دي، خو د اوبو سرچینو پیاوړتیا او د کرنې د ښه‌والي لپاره مناسب فرصت برابروي.

د فاریاب د کرنې او اوبو او انرژۍ ریاستونو مسوولان ټینګار کوي چې ژمني ورښتونه د ځمکنیو او سطحي اوبو د تأمین په برخه کې بنسټیز رول لري او له دغو سرچینو سمه ګټه‌اخیستنه کولی شي، د تېرو وچکالیو اغېزې راکمې کړي.

د فاریاب د اوبو او انرژۍ ریاست د ځمکې لاندې اوبو برخې مسوول انجنیر عبدالقدوس عزیز وايي، دغه ولایت د ورښتونو د کمښت او پرله‌پسې وچکالیو له امله زیان‌من شوی.

هغه له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وايي: «فاریاب د ورښتونو د کمېدو او پرله‌پسې وچکالیو له امله زیان‌من دی. ژمني ورښتونه د ځمکنیو او سطحي اوبو د تغذیې لپاره ډېر مهم دي. خو د اوبو کمښت د حل لپاره د ورښتونو دوام او د اوبو د سرچینو سم مدیریت اړین دی. د کوچنیو او لویو بندونو جوړول، چک‌ډیمونه، د باراني اوبو راټولول او د نباتي پوښ ساتنه له مهمو لارو چارو څخه دي چې له دغو سرچینو د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابروي.»

اخوا، د فاریاب د کرنې، اوبو لګونې او مالداري ریاست د ترویج مدیر انجنیر نجیب‌الله میرزایي هم وايي، د دې ولایت ډېری کرنیزې ځمکې للمي دي او وچکالۍ په تېرو کلونو کې کروندګر سخت زیانمن کړي.

«د فاریاب ډېری ځمکې للمي دي. له بده‌مرغه، تېرو وچکالیو د دې ولایت کرنه او بزګران سخت زیانمن کړي. وروستۍ واورې او باران کولی شي پر کرنیزو ځمکو مثبت اغېز ولري. دا اغېزې د ورښت له اندازې او ډول، د خاورې له وضعیت او د کرنیزو حاصلاتو له ډول سره تړاو لري. دغه ورښتونه ځمکنۍ اوبه پیاوړې کوي، د خاورې رطوبت زیاتوي، د نباتاتو وده غښتلې کوي او د نباتي افتونو او ناروغیو کچه راکموي.»

په همدې حال کې، د فاریاب اوسېدونکي او کروندګر د وروستیو ورښتونو له امله خوښي څرګندوي او هیله لري چې دا لړۍ به یې د وچکالۍ له ستونزو وژغوري.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکی جلال‌الدین چې د وچکالۍ له امله میمنې ښار ته کډه شوی، وايي: «څو کلنې وچکالۍ دې ته اړ کړو چې له خپلو ځمکو لرې شو او ښار ته راشو. اوس د یوې ریکشا په چلولو ژوند تېروو او څلور اولادونه لرم. د کار هېڅ زمینه نه شته.»

د شیرین تگاب ولسوالۍ کروندګر عبدالحکیم هم ورته وضعیت لري: «ځمکه لرم، خو د وچکالۍ له امله پرې کار نه شم کولی. زه خپله بېکاره یم او زامن مې هم کار نه‌لري. تېر کال مو هېڅ حاصل وانخیست او سږ کال هم وضعیت همداسې دی. پخوا بزګر وم، د پرله‌پسې وچکالیو له امله مو هر څه پرېښودل او ښار ته راغلو. زموږ په کورنۍ کې درې ـ څلور کسان ټول بېکاره یو.»

اخوا، د میمنې ښار اوسېدونکی، که څه هم له وروستیو ورښتونو خوښي څرګندوي، خو ورسره تړلې ستونزې هم یادوي:

«واوره ښه وه او و ورېده، خو لوږه او تنده هم زیاته شوه. خلک څه وکړي؟ زه خپله بېکاره یم او څلور بچي لرم. د تېرو څو اوونیو واورې او باران د بېوزلو خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړي. د خټو کورونه نړېږي او خونې څڅېږي، هر څه تاوان دی، خو بیا هم د واورې ورېدل تر یوه بریده ښه دي.»

د ویلو ده چې په فاریاب کې د وروستیو اورښتونو کچه تر ۳۰ ملي مترو رسیدلې.

د ژمي پرمهال دغه اورښتونه د اوبیزو سرچینو د پیاوړتیا او کرنیزې پراختیا لپاره مهم دي، خو د کارپوهانو ټینګار دا دی چې اوس باید دغه اوبه په ښه ډول مدیریت شي، کنه یوازې موقتي ګټه به ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام