Asset 1SWN

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان روغتونونو سره طبي مرسته کړې

طبي مرسته

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي، افغانستان کې د لابراتوارونو ظرفیت لوړولو او د ناروغیو د درملنې خدماتو ښه‌والي لپاره یې، د هېواد له روغتونونو سره ۱۹۴ قلمه د لابراتوار تجهیزاتو مرسته کړې.

دغه سازمان تېره ورځ چهارشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه تجهیزات د عامې روغتیا مرکزي لابراتوار او د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د درملنې مرکزونو ته وېشل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روغتیا سازمان په وینا، یاد تجهیزات د سرطان، میکروبیولوژي او بیوشیمیايي ازمایښتونو د تشخیص په برخه کې مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د دغو تجهیزاتو په مرستې سره به د افغانستان په سطحه د لابراتوارونو فني ظرفیت لوړ شي او د صحي مراقبتونو کیفیت به هم ورسره ښه‌والی پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام