Asset 1SWN

ډبلیو‌اېچ‌‌او: افغانستان کې د پولیو ۲۳پېښې ثبت شوي؛ زمان: هېڅ نه‌ده ثبت شوې

polio-pakistan-1024x683

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د روان ۲۰۲۴کال له پیل راهیسې تر دې مهاله افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغه بنسټ سه‌شنبه، لړم ۲۲مه خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د تېرو یوولس میاشتو پرمهال افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان بیا سلام‌وطندار په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې تراوسه افغانستان کې د پولیو هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې.

یوشمېر ډاکټران بیا د پولیو ویروس ګواښونکي بولي او په وینا یې، هغه ماشومان چې پر دې ناروغي اخته کېږي، درملنه یې، ناشوني ده.

یوه ډاکټر هاشم وهاج سلام‌وطندار ته وویل: «پولیو یوه ګواښوونکې ناروغي ده او تراوسه بشر ورته د درملنې لپاره درمل نه‌دي پیدا کړي. ماشوم چې پر پولیو اخته کېږي، فلجېږي. لاس او پېښې یې، فلجېږي. دا دایمي فلج دی او ټول عمر به معلول وي.»

په ورته مهال د ډاکټرانو په وینا، په کور دننه بې‌ځایه شویو او کډوالۍ سربېره، له پاکستانه د افغانانو ستنېدل او د یادې ناروغي په اړه د عامه پوهاوي نشتون، پر دې ناروغي د ماشومانو اخته‌کېد ډېر کړې دي.

ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وویل: «چاپېریال ککړ دی او د ماشومانو واکسین نه‌کېدل، له ګاونډیو د ستنېدونکو بهیر، کډوالي او له یوه بل ولایت ته تګ، ولسوالیو کې واکسین نشته. همداراز پخوا کور په کور واکسین کېده او اوس جومات په جومات یا کلي په کلي پلې کېږي چې ځینې ماشومان ترې پاتې کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم د پولیو ناروغي په‌کې په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام