Asset 1SWN

د نهنګانو ځان‌وژنه؛ اسټرالیا کې ۱۵۷ کبان له اوبو وچې ته راوتلي

OIP (3)

د اسټرالیا په تاسماني ایالت کې نن چهارشنبه، فبرورۍ ۱۹مه، شاوخوا ۱۵۷ نهنګان له اوبو څخه وچې ته رواتلي چې ډېری یې، له‌منځه تللي دي.

دغه نهنګان د تاسماني شمال لوېدېځ ارتور سیند سواحلو ته راوتلي دي. یوه افسر برنډن کلاک ویلي: «له ۱۵۷ نهنګانو څخه یوازې ۹۰ نهنګان ژوند پاتې دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له ساحل څخه لرې‌والی، د سمندر شرایط او سیمې ته د ځانګړو تجهیزاتو په رسولو کې ننګونې، د دې نهنګانو د ژغورنې هڅې پېچلې کړې دي.

فالس وژونکي نهنګان چې نسل یې، د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی، له ۶.۱ مترو (۲۰ فوټ) پورې اوږدوالی لري او له ۵۰۰ کیلوګرامه (شاوخوا ۱,۱۰۰ پونډه) څخه تر ۳ میټریک ټنو (شاوخوا ۶,۶۰۰ پونډه) پورې وزن‌لرونکي کبان دي.

چارواکي وايي چې له ۱۹۷۴ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په دومره شمېر سره نهنګان له اوبو وچې ته راوځي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوی همداراز وايي چې دغه نهنګان ښايي، د بې‌نظمۍ، ناروغۍ، له ښکار د تېښتې، ټپي‌کېدو او ناوړه اقلیمي شرایطو له امله له اوبو وچې ته راوتلي وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام