د وېسټانډیز کرېکټ ملي لوبډلې له ۳۵ کلونو وروسته په پاکستان کې له دغه هېواد ټسټ لوبه وګټله.
وېسټانډیز د دوو ټسټ سیالیو لوبلړۍ په دویمه لوبه کې پاکستان ته په ۱۲۰ منډو ماته ورکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پاکستان بیا لومړۍ لوبه کې وېسټانډیز ته په ۱۲۷ منډو ماته ورکړې وه. د دواړو ترمنځ د ټسټ سیالیو لوبلړۍ ۱-۱ مساوي شوه.
وېسټانډیز په ۱۹۹۰ کال کې په پاکستان کې له دې هېواد ټسټ لوبه ګټلې وه.
د دویمې لوبې او د یادې لوبلړۍ غوره لوبغاړی د وېسټانډیز جومېل وریکان ونومول شو چې په ټوله کې یې، ۸۵ منډې جوړې کړې وې او ۱۹ وېکټې یې هم ترلاسه کړې وې.
پاکستان په دویمه ټسټ سیالي کې د خپلې دویمې توپوهنې پرمهال د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۳۳ منډې جوړې کړې.
وېسټانډیز دې لوبه کې د ۲۵۴ منډو هدف ټاکلی و.
پاکستان له دې ماتې سره د ټسټ سیالیو نړیوالې اتلولۍ درجه بندۍ کې وروستی او نهم ځای خپل کړ او وېسټانډیز بیا اتم ځای کې دی.