د سمنګان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وایي چې د ۲۸میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو د څلورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
یاد ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو څلورو شبکو چارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پرون دوشنبه، (د وږي ۱۷مه) د درهصوف بالا ولسوالي کې پيل شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د څلورو ژورو څاهګانو کیندل، د اوبو د اته زېرمو جوړول، د ۷۲ سولري تختو نصب، د ۳۷۶ کورنیو لپاره د نلونو لګول او د څاهګانو شاوخوا د ساتنیزو دیوالونو جوړول پهکې شامل دي.
د دغو څلورو شبکو کار د اغاخان دفتر له لوري د نړیوال بانک په مالي ملاتړ په څلور میاشتو کې بشپړېږي او ګټېاخیستنې ته به وسپارل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، دغه شبکې به د درهصوف بالا ولسوالي د ټګاب نوامد، بینی منګ او سرشوراب کلیو کې جوړې شي.
د یادو شبکو د چارو بشپړېدو وروسته به سلګونه کورنۍ، د څلورو ښوونځیو زدهکوونکي، د دوو روغتیايي مرکزونو مراجعین، ۱۱ جوماتونه او یوه ديني مدرسه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د یادې ادارې د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو کاري ځواک له سیمهییزو اوسېدونکو څخه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه نیول شوی دی.
له دې وړاندې د درهصوف ولسوالي اوسېدونکي د ښوونې او روزنې او روغتیايي خدماتو د کمښت، د مواصلاتي لارو د خرابوالي او د پاکو څښاک اوبو د نه شتون له امله شکایتونه درلودل.