Asset 1SWN

سلام وطندار

د پکتيکا شپږو ښوونځيو کې په ۴۸.۸ میلیونه افغانيو د اوبو شبکې جوړې شوې

uuuuuuuuu

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د یو‌شمېر ولسوالیو په شپږو ښوونځیو کې د ۴۸.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شپږ شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيکا د پوهنې رياست له لوري سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه شبکې د یاد ولايت په ارګون، شخېل‌اباد، خوشامند، ترۇ، سروبي او وازېخو ولسواليو په شپږو ښوونځيو کې جوړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خبرپاڼې په وینا، يادې پروژې د يونېسف په مالي لګښت او د کوار په نوم موسسې له‌خوا يې چارې بشپړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په هره پروژه کې د پاکو اوبو څاه، ذخيره، سولر، د پمپ بشپړ سېسټم، سپټيک او تشنابونه شامل دي چې د درېوو میاشتو په موده کې جوړې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم یاد ولایت کې د اوبو شبکو سربېره نورې رغنیزې پروژې هم پلې شوي چې خلکو ته یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام