Asset 1SWN

سلام وطندار

د روزګان اوسېدونکي: څوک چې د څاګانو سرونه نه‌پټوي، سزا دې ورکړل شي

FB_IMG_1733297486671

د روزګان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د اوبو ژورو څاګانو د سرونو نه‌پټېدو له امله اندېښنه ښيي او وايي، ژورې څاګانې په یوه ګواښ بدلې شوې دي.

د یاد ولایت اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د وچکالیو او اوبو کمښت له امله د څاګانو کېدنه ډېره شوې چې ورسره څاګانو ته د ماشومانو او څارویو د لوېدو ګواښ هم ډېر شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی له خلکو غوښتنه کوي چې د کیندل شویو ژورو څاګانو سرونه دې وپوښي. د رزوګان اوسېدونکی عبدالرشید وايي، هغه کسان چې د ژورو څاګانو سرونه نه‌پوشي، باید سزا ورکړل شي.

نوموړي وویل: «تاسو ته معلومه ده چې په روزګان کې یوشمېر ماشومان سر لوڅو څاګانو ته ورشوه شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی. خلک باید د دې څاګانو سرونه پټ کړي، که چیرې داسې ونه‌کړي، دولت باید سرغړونکي مجازات کړي.»

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي محب‌الله وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې خلک د خپلو څاګانو سرونه پټ کړي، ځکه د دې خطر زیات دی چې ماشومان ورشوه شي او د حکومت څخه مو دغه غوښتنه ده چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، که څوک سرغړونه کوي مجازات دي کړي.»

بل‌خوا د روزګان د والي ویاند سمېع‌الله اکرمه وايي، د دې موضوع حل لپاره حکومت جدي تدابیر نیولي او خلکو ته د څاګانو پټولو اړوند د معلوماتو ورکول او خبرتیاوې دوام لري.

نوموړي وویل: «موږ ټولو خلکو ته خبر ورکړی دی، که چا د ژورو څاګانو یا ژورې برمې سر لوڅ پرېښی وو، هغه باید پټ کړي. که چاه سرغړونه وکړه، تر درې ځله خبرداري وروسته محکمې ته معرفي کېږي.»

روزګان کې خلک داسې مهال د ژورو څاګانو د سرونو پټولو غوښتنه لري چې له دې وړاندې د هېواد په ولایتونو کې څاګانو ته د لوېدو له امله یوشمېر ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ژورو څاه‌ګانو سرونه پټ کړي، خو له دې سپارښتنې سربېره لا هم وخت ناوخت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه سوېلي ولایتونو څخه د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ټولو ولایتونو والیانو، امنیې قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ولایتونو کې د ژورو څاه‌ګانو مالکانو ته خبر ورکړي، څو د څاه‌ګانو سرونه پټ کړي او د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام