Asset 1SWN

د جګړې زیانونه؛ د سنګین اوسېدونکي: د  خپلو ویجاړو کورونو د جوړولو توان نه‌لرو

IMG-20241012-WA0104

که څه هم د هلمند په سنګین ولسوالي کې د جګړې پای ته رسېدو څخه نږدې څلور کاله تېر شوي، خو د دې سیمې جګړه‌ځپلې څېره نه ده بدله شوې او لاهم زرګونه کورونه او باغونه کنډواله پاتې دي.

د سنګین اوسېدونکي چې کورونه یې په جګړه کې ویجاړ شوي وو، د اقتصادي ستونزو له امله یې د بیارغونې توان نه‌لري. د یادې ولسوالي اوسېدونکی ابراهیم جان وايي چې دا کار به نږدې ۹ میلیونه افغانۍ لګښت ولري؛ هغه څه چې د ده په وینا، دی یې، توان نه‌لري.

نوموړي وویل: «دغه خټین کور چي ما را شروع کړی دا  ۳۰ څخه تر ۳۵ لکه پاکستانۍ کلدارې مصرف کوي، خو موږ یې تر اوسم هم د جوړولو توان نه‌لروم او دغه برخه کي  مرستو ته اړتیا لرو.»

د سنګین ولسوالي یوه بل اوسېدونکي ارمان ګل سلام‌وطندار ته وویل چې کور او باغ یې ویجاړ شوی دی. «تېرو جکړو موږ ته سم شي ندی را پریښودلی. باغ او کورونه یې ټول راته وران کړي. هغه د کور دروازې تاسو یې وګورئ، ټولې په کارتوسو سورۍ سورۍ دی.»

د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض وايي چې د وروستۍ جګړو په ترڅ کې د سنګین ولسوالي سوداګریز بازار په بشپړه توګه ویجاړ شوی او  ولسوالي کې ۱۵زره د هسوګنې کورونه او نږدې ۲۰زره باغونه ویجاړ شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ریاض په وینا، د ویجاړ شویو کورونو څخه یوازې سل هستوګنیز کورونه د کډوالو چارو ریاست تر څارنې لاندې د مرستندویه سازمانونو له‌خوا جوړ شوي دي.

نوموړي وویل: «د سنګین تجاراتي بازار په بشپړ ډول له منځه تللی وو، دا رښتیا ده چې دغه ولسوالي کي ډېری خلک لا هم دخپلو کورونو دجوړولو توان نه‌لري. تیرو جګړو کي شاوخوا ۲۰۰۰ باغونه او ۱۵ زره کورنه ،  ویجاړ شوي دي له دې جملې څخه ۱۰۰ کورونه د کډوالو چارو ریاست په مشرۍ او د مرستندویه بنسټونو پرمټ رغول شوي. پدې ترڅ کې ځیني کورونه د ولسي وګړو له‌خوا هم جوړ شوي دي.»

د هلمند سنګین ولسوالي تېر جمهوریت کې د جګړې له اصلي ډګرونو څخه وه او له همدې امله یې زیان لیدلی دی.

د دې ولسوالي اوسېدونکي اوس د حکومت او مرستندویه سازمانونو څخه عادي ژوند د بېرته راګرځېدو لپاره د همکارۍ غوښتنه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام