د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي چې دغه هېواد او روسیه د تل لپاره ملګري دي او هېڅکله د یوه بل دښمنان نهدي.
نوموړي دغه څرګندونې نن سهشنبه، اپرېل لومړۍ نېټه مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې کړې دي. هغه همداراز د روسیې او امریکا د اړیکو بېرته عادي کېدو څخه هم هرکلی کړی دی.
وانګ يي د روسیې RIA دولتي خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل: «د تل لپاره ملګري، هېڅکله دښمنان نه اصل … په لوړه کچه د ستراتیژیکو همکاریو د پرمختګ لپاره د یوه قوي قانوني اساس په توګه کار کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وانګ يي د ستراتیژیکو همکاریو د خبرو لپاره مسکو ته په درې ورځني سفر تللی دی.
دا سفر په اوکراین کې د اوربند د خوندي کولو لپاره د ناڅرګندو مذاکراتو او د روسیې-اوکراین د مشرانو په اړه د ډونالډ ټرمپ د نیوکو سربېره پر نورو موضوعاتو ورټول دی.