د پکتيا د زندان رياست مسوولان وايي چې زندانيانو ته د تفرېح، سالمې بوختيا او د فزيکي روغتيا په موخه يوه اوونۍ وړاندې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالي جوړې شوې وې چې د پکتيا پوهنتون د زدهکړیالانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
يادې سيالي يوه اوونۍ وړاندې پيل شوې وې چې څلور لوبډلې د زندانيانو او پاتې شپږ هغه يې د قول اردو، استخباراتو رياست، امنيه قومنداني، پوهنتون، ځاځيو ځوانانو او نيازيو ځوانانو ټيمونه وو.
د يادو سياليو د پایلوبې مراسمو کې د پکتيا زندان رییس عبدالغني عادل وويل چې د يادو سياليو څخه يې موخه د زندانيانو لپاره تفريح برابرول، هغوی ته خوشالي ورکول او په ټوله کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په پار په لاره اچول شوې وې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وويل د ياد تورنمنټ پایلوبه د زندانيانو د اې او پکتيا پوهنتون زدهکړیالانو لوبډلو ترمنځ وشوه چې د پوهنتون لوبډلې وګټله. نوموړي په وینا، ورزشي لوبې او پروګرامونه د زندانيانو په رواني روغتيا ژوره اغېزه لري.
په ورته وخت يوشمېر زندانيانو هم د زندان په داخل کې د واليبال لوبو برابريدو باندې خوښي څرګندوي. يوه زنداني عمر وويل چې دا ډول لوبې زندانيانو تفريح او د رواني ناروغيو څخه د مخنيوي لپاره ګټورې دي.
هغه وويل چې تر دې وړاندې په زندان کې ورته د ديني، حرفوي او عصري زده کړو زمينه برابره شوې وه.
هغه دغه راز وويل چې زندانيانو لپاره لوبو برابرول د زندانيانو د فزيکي او رواني روغتيا لپاره خورا مهمې دي. زندانيانو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې هم ورته يادې لوبې ورته برابرې شي.