Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د ۲۴ غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پای ته ورسېدې

d8e72071-26c9-4d78-9cd8-4810388829d0

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د والېبال فدراسیون په همکارۍ او د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۲۴ غوره لوبډلو ترمنځ د ولایت په کچه د والېبال ژمنۍ سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د ولایت په کچه په محمداغې ولسوالي کې جوړې شوې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، د یادو سیالیو پای‌لوبې ته کتب‌خېل او غزني‌خېل د والېبال لوبډلو لاره موندلې وه چې د کتب‌خېل والېبال لوبډلې وکولای شول، خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړي او بریا خپله کړي.

نعیم‌زی همداراز وایي، د والېبال له جوړو شویو سیالیو څخه موخه د والېبال سیالیو ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول او له نشه‌یي توکو سره مبارزه کول و.

بل‌خوا د جوړو شویو سیالیو یوه لوبغاړي منصوراحمد سلام‌وطندار ته وویل، د لومړي ځل لپاره د ولایت په کچه په محمداغې ولسوالي کې د والېبال ژمنۍ سیالي ترسره شوې.

ده وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د والېبال لوبغاړو ترمنځ تجربې او اړیکې لاپياوړې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې یوه ورځينۍ سیالۍ جوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام