د میدانوردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د لوی اختر لمانځلو په موخه د والیبال سیالي پيل شوې چې نږدې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغه ولایت والي ویاند وحیدالله سروري سلاموطندار ته وویل چې دغه سیالي د ولایت په کچه روانه اوونۍ پيل شوې چې د مرکز میدانښار په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو لسګونه غوره لوبډلې به پهکې ګډون وکړي.
نوموړي زیاته کړه، یاد سیالیو جوړېدو څخه موخه د لوی اختر خوښۍ لمانځل، د والیبال لوبې ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځته کول او د تجربو شریکول دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ولایت ویاند زیاتوي، د عصمتالله رسولي په نوم د میدانوردګ ولایت یوه اوسېدونکي په مالي ملاتړ د چک برښنا بند ته څېرمه تفریحي سیمه کې د والیبال، کرېکټ او غشې وېشتلو جلاجلا سیالي هم ورته جوړ شوې دي.
هېره دې وي چې په دې ورستیو کې د میدانوردګ چک ولسوالي تفریحي سیمې ته د هېواد په کچه د سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.