د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن «یکشنبه-چنګاښ ۱۸مه» کابل کې له نشهيي توکو بېرته روغو شویو کسانو لپاره د امید په نوم د حرفوي زدهکړو یو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د یاد وزارت مسوولانو په وینا، دغه مرکز کې یې له نشهيي توکو تازه روغ شوي ۵۰۰ کسانو ته د درېوو میاشتو لپاره د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د حرفوي زدهکړو د انکشاف او مهارتونو رییس عبدالواحد فایض وايي، دې ورکشاپ کې د هغو کسانو لپاره چې له نشهيي توکو تازه روغ شوي، د خیاطي، برښنا، بیک او بوټ کنډلو او د کور د برښنايي وسایلو د ترمیم برخه کې د درېوو میاشتو لپاره د زدهکړو زمینه برابره شوې.
هغه وویل: «په یوې دوره کې ۵۰۰ کسان چې تازه له نشهيي توکو روغ شوي، د فن او حرفې زدهکړې زمینه ورته برابره شوې او خیاطي، برښنا، بیک، بوټ کنډلو او د کور برښنايي وسایلو د ترمیم برخو کې زدهکړه ورکول کېږي.»
د یاد ورکشاپ یو زدهکوونکی مجیبالرحمن د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه غواړي چې له دغه ورکشاپ تر فراغت وروسته دې ورته حکومتي ادارو کې د کار زمینه برابره شي.
هغه وویل: «دولتي ادارو غواړم چې د برښنا برخه کې دنده واخلم، څو بېرته پر نشهيي توکو روږدی نهشم او هم وکولای شو چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړو.»
په ورته مهال د یاد ورکشاپ یو بل زدهکوونکی سنیل هم له حکومت غواړي چې د دایمي دندې زمینه ورته برابره کړي، څو بېرته پر نشهيي توکو روږدی نهشي. هغه وویل: «داسې یو پروګرام دې جوړ کړي چې دا مسلمانان چې له دې ځایه فارغېږي، په کار شي او بېرته پر نشهيي توکو روږدي نهشي.»
د یادونې وړ ده چې دا مهال د سرپرست حکومت له لوري په ټول هېواد کې د حرفوي زدهکړو ۵۲ ورکشاپونه او د بهرنیو بنسټونو له لوري ۱۳۰ ورکشاپونو مالي ملاتړ کېږي.