Asset 1SWN

ولادیمیر پوتین: اوکراین به ښایسته ځواب ترلاسه کړي

shutterstock_2351882309

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې اوکراین د دغه هېواد پر سوېل په برید سره غواړي روسیه کمزورې کړي، خو په وینا یې، «اوکراین به ښایسته ځواب ترلاسه کړي.»

اوکرایني ځواکونو تېره اوونۍ د روسیې له پولو تېر شول او د دغه هېواد د کرسک پر لوېدیځو سیمو یې بریدونه وکړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا له ۲۰۲۲کال راهیسې هغه مهال چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پیل شوې، پر روسیې د اوکراین تر ټولو لوی برید ګڼل کېږي.

روسیې چې د دې برید تمه نه‌لرله، دغه بریدونو ته پوځي ځواب ورکړی دی. د یاد هېواد د دفاع وزارت ویلي چې سیمې ته یې، اضافي پوځیان لېږلي، خو د شمېر په اړه یې، څه نه‌دي ویلي.

د اوکراین د پوځ مشر اولکساندر سرسکي ویلي چې دغه هېواد د کرسک ۱۰۰۰ کیلومټره مربع ځمکه د دوی له‌خوا کنټرولېږي.

ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي هم تایید کړې چې اوکرایني ځواکونه په کرسک سیمه کې مېشت دي. نوموړي د خپلو وینا په لړ کې ویلي چې روسیې نورو هېوادونو ته جګړه غځوله، خو جنګ اوس بېرته د دوی کور ته ورننوتی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کرسک سیمې د مسوولانو په وینا، د اوکراین په دې بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او په زرګونه نور خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام