Asset 1SWN

ولادیمیر پوتین: اوکراین کې د بریا لپاره د اټمي وسلو کارولو ته اړتیا نه‌لرو

Russian President Vladimir Putin speaks after signing bilateral documents with his Kazakh counterpart Kassym-Jomart Tokayev in Astana, Kazakhstan November 9, 2023.  REUTERS/Turar Kazangapov/File Photo

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې دغه هېواد اوکراین کې د جګړې ګټلو لپاره اړتیا نه‌لري چې له اټمي وسلو کار واخلي.

نوموړي دغه څرګندونې جمعه، جون ۷مه د سن‌پټرزبُرګ نړیوال اقتصادي فورم کې د وینا پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له ۲۰۲۲کال راهیسې هغه مهال چې پوتین اوکراین ته خپل سرتېري لېږلي، په وار وار ویلي چې د اړتیا ‎پرمهال به د دفاع لپاره له اټمی وسلو کار واخلي.

لوېدیځ بیا د پوتین دغه څرګندونې اټمي تورې وهنې سیالي بولي.

نوموړي وویل: «په استثنايي حالت کې شونې ده، د هېواد حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ پرمهال کېدای شي، شونې وي. زه فکر نه‌کوم چې داسې څه دې، پېښ شي او اړتیا نشته.»

روسیې په ۲۰۱۴کال کې له اوکراین کریمیا ونیوله او څلور نورې سیمې یې د خپلې خاورې د نه‌بېلېدونکې برخې په توګه پېژني، که اوکراین د دې خاورې بېرته نیولو لپاره برید وکړي، د دې شونتیا ډېره کړې چې له اټمي وسلو به کار واخلي.

اوکراین په دې وروستیو کې له کریمیا سربېره د روسیې پر نورو سیمو هم د بې‌پېلوټه الوتکو بریدونه پراخ کړي او ژمنه یې کړې چې له خپلې خاورې به ټول روسي سرتیري باسي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روسیه او امریکا د نړۍ نږدې ۹۰سلنه اټمي وسلې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام