د اوزبکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي او د دغه هېواد یوشمېر سوداګر تېره ورځ په یوه دوه ورځني سفیر د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، ټرانزیټ او پانګونې په موخه کابل ته راغلي دي.
د اوزبکستان دغه پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې نن یکشنبه د وږي پنځمه د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکو سره لیدلي دي.
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د پانګونې، د افغانستان، پاکستان او اوزبکستان ترمنځ د ترانزيټي اسانتياوو د برابرولو، د سوداګريزو ټولنو د فعاليتونو پر زياتوالي او د سوداګرۍ د تړونونو عملي کولو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نن سهار د اوزبکستان د تجارت وزارت لومړي مرستیال ناظم جان خالمرادف سره لیدلي. دې لیدنه کې د ټرانزیټي فیسونو کموالی، د دوه، درې او څو اړخیزو تړونونو ترتیب او د ګمرکونو ۲۴ ساعته فعالیتونو په اړه خبرې شوي.»
اوزبکستاني پلاوي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولانو او یوشمېر افغان سوداګرو سره هم لیدلي دي.
د دې خونې اجراییه رییس میرویس هوتک وايي، یاده لیدنه کې د سوداګرۍ د ستونزو د حل، په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي، د ټرانزیت د پراختیا او سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې کړې دي.
نوموړي وویل: «دغه ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي او بندرونو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې شوي. حیرتان بندر کې چې شاید ستونزې دواړو لوریو ترمنځ ستونزې وي، د حل لپاره یې موږ هڅه کوو، خبرې وکړو او هیله لرو چې دې برخه کې مرسته وکړي.»
په ورته وخت کې یوشمېر اقتصادي کارپوهان د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ټینګول د سوداګرۍ د پراختیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره اغېزمن بولي.
د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وویل: «ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د افغانستان اقتصاد لپاره ښه دی. دا کولای شي چې د تولیدي شرکتونو، پانګونې او سوداګرو هڅونې لپاره ګټور وي، دا به د ثبات لامل شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
افغانستان او اوزبکستان داسې مهال د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه په کال کې نږدې یو میلیارډ ډالرو ته رسېږي.