Asset 1SWN

ویرات کوهلي له ټسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه

13kohli1

د هند کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او نړیوال ستوري ویرات کوهلي له تسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه.

ویرات کوهلي د ۱۴ کلونو پرمهال د هند لپاره په ۱۲۳ سیالیو کې لوبې وکړې چې په تولیزه توګه یې، دې سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۹۲۳۰ منډې وکړې.

نوموړي همداراز په ۶۸ ټسټ لوبو کې د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه هم ټاکل شوی دی. په ټسټ سیالیو کې د نوموړي د منډو جوړولو اوسط ۴۶.۸۵ دی.

کوهلي نن دوشنبه، مې ۱۲مه د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه بیان کې له ټسټ سیالیو خپله استعفا اعلان کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ویلي، دا ورته ستونزمنه وه چې له ټسټ سیالیو سره مخه ښه وکړي، خو په وینا یې، هېڅ‌کله یې، دا نه‌وه انګېرلې چې د کرېکټ په دې فارمټ کې به دومره مخته لاړ شي.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي تېرکال د شل اووره سیالیو نړیوال جام له ګټلو وروسته د هند له روهیت شرما سره یوځای له دې فارمټ هم لاس واخیست.

ویرات کوهلي د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مینه‌وال لري او د خپلې ښې لوبې له امله خورا نوموتی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام